د پاکستان صدر آصف علي زرداري چې متحده عرت امارت ته د علاج د پاره تللی دی، د زیارت په ورځ به د هسپتال نه رخصت کړی شي خو په کور به ارام کوي او د زړه د ناروغۍ دوا اخستل به جاري ساتي.
٥٦ کلن اصف علي زرداري تیره هفته د ناروغه کیدو ورستو د علاج د پاره دوبۍ ته رسیدلی وو. ډاکټران وائي کله چې هغه هسپتال کښې داخلیدو نو د هغه لاس اوده شوی وو، لاس يي میږي میږي کیدو او هغه د څو سکینډونو د پاره بې هوشه شوی وو.
د پاکستان جیو ټیلې ویژن د صدر اصف علي زرداري ترجمان فرحت الله بابر په حواله وئیلي د شورو په ورځ وئیلي چې صدر دوبۍ کښې خپل کور ته منتقل کړی شوی دی.
بل اړخته د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني سنیټ ته وئیلي چې صدر زرداري ژوند ته د خطر په وجه د هیواد نه بهر علاج د پاره تللی دی.
د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې د رپورټ ترمخه سنیټ ته خپله وینا کښې ښاغلې گیلاني وئیلې دا خطر موجود وو چې په پاکستاني هسپتال کښې په صدر حمله کیدی شي، نو ددې خطر په وجه د هغه کورنۍ او ملگرو صدر ته هیواد نه د بهر تللو مشوره ورکړه.
د صدر زرداري د هیواد نه د تگ ورستو گنگوسې خورې شوې وې چې گوندې هغه د چوکۍ نه ښکته شوی دی. ویل کیږي د امریکې سرښار واشنگټن کښې د پاکستان د سفیر د استفا ورکولو ورستو، صدر زرداري د سیاسي فشار د لاندې دی.
وزیراعظم یوسف رضا گیلاني د صدر د استفا رپورټونه رد کړې دي.
د اکتوبر په میاشت کښې پاکستاني امریکني تاجر منصور اعجاز واشنگټن کښې د پاکستان په پخواني سفیر حسین حقاني الزام اولگولو چې پاکستان کښې د پوځي بغاوت مخنیوي د پاره باید امریکا د سیاسي حکومت ډله اوکړي. ویل کیږي امریکې نه د مرستې د پاره دغه خط د مۍ په میاشت کښې د امریکې پوځ مشر ایډمر مائیک مولن ته لیکلی شوی وو.
امریکائي چارواکې ته لیکلی شوې دغه میمو کښې ویل شوې وو چې د پوځ پرضد د امریکې د مرستې په بدل کښې به د پاکستان د قامي سلامتیه نوي ډله د هاغه الزاماتو تحقیقات کوي چې پاکستان اوسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. د قامي سلامتیه نوي ډله به د القاعده مشران امریکې ته اوسپاري او دا خبره به یقیني کوي چې د پاکستان د جاسوسۍ اداره د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تندروه ډلو خپلې رابطې ختمې کړې.
امریکائي چارواکې وائي د پاکستان د سلامتیه په ادارو کښې اوس هم ځنې خلک د تندوره ډلو سره رابطې لري خو اسلام آباد دا خبره ردوي.
واشنگټن کښې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وائي امریکې ته لیکلی شوې میمو سره څه تعلق نه لري.