لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زرداري د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی او په سیاسي چارو یې ورسره خبرې کړي


File Photo
File Photo

د پاکستان صدر ښاغلی اصف علي زرداري د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی اؤ د هغه سره یې د هیواد په روان سیاسي وضعیت اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې کړې دي.

پاکستاني مطبوعات وایي په دې لیدنه کې د هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اؤ د جمعیت علماء اسلام یو شمیر مشران هم موجود وؤ.

د صدر زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان تر منځ د شوې دې لیدنې زیات جذیات مخې ته نه دي راغلي خو پاکستاني رسنیو یوازې دومره ویلي چې د ملک په موجوده سیاسي وضعیت یې خپلو کې خبرې اترې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان چې تر دې وړاندې د پي ډي ایم د ایتلافي حکومت برخه وه د مسلم لیګ(ن) اؤ پيپلز ګوند د اوسني ایتلافي حکومت نه بهر دی اؤ په دې وروستیو کې یې په خپلو ویناګانو کې په حکومت سختې نیوکې هم کړې دي.

مولانا فضل الرحمان په دې وروستیو کې په ملک کې د نوي سره د ټولټاکنو غوښتنه کړې اؤ ویلي یې دي چې موجوده حکومت د ملک د نظام چلولو وړتیا نه لري.

د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشرانو هم په دې وروستیو کې څو ځله د مولانا فضل الرحمان سره لیدنې کړي اؤ هغه نه یې غوښتي چې د حکومت په ضد باید د تحریک انصاف ګوند سره خپله مبارزه په ګډه په مخ یوسي خو تر اوسه تحریک انصاف اؤ جمعیت علماء اسلام ګوند د حکومت خلاف په ګډه مبارزه اتفاق ته نه دي رسیدلي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د صدر زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان تر منځ شوې دې لیدنه کې د ملک په سیاسي صورتحال اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې شوي اؤ صدر زرداري هغه ته باور ورکړی چې اندېښنې به یې ختمولی شي.

په دې لیدنه کې صدر زرداري مولانا فضل الرحمان ته یو ټوپک هم په تحفه کې ورکړی دی.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د تحریک انصاف ګوند د چیرمین بیرسټر ګوهر په مشرۍ کې د پي ټي آي د مشرانو یوې ډلې هم مولانا فضل الرحمان سره لیدلي وؤ اؤ سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخې ته په ګډه د ودرېدو په هکله یې ورسره خبرې اترې کړې وې.

تر دغه لېدنې وروسته د دواړو ګوندونو مشرانو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي ؤؤ چې پارلیمان کې د قانون سازۍ لپاره د کمیټې د جوړولو اؤ خپلو کې په مشورې سره د وړاندې تګ کولو پرېکړه يې کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG