لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکرين ولسمشر زېلېنسکي نن امريکا ته سفر او کانګرس ته وينا کوي 


د زېلېنسکي په اړه نه ده معلومه چې هغه د اوکرين نه بهر سفر کړی سېوا د دې نه چې هغه تېره ورځ د سرښار کيف نه ختيزې سيمې بخموت ته تلی و چرته چې اوکريني ځواکونه د روسي پوځ سره په سخته جګړه کې بوخت دي
د زېلېنسکي په اړه نه ده معلومه چې هغه د اوکرين نه بهر سفر کړی سېوا د دې نه چې هغه تېره ورځ د سرښار کيف نه ختيزې سيمې بخموت ته تلی و چرته چې اوکريني ځواکونه د روسي پوځ سره په سخته جګړه کې بوخت دي

‎ د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د امريکا سفر کوي او د وايټ هاوس د دورې ترڅنګ به د امريکا کانګرس ته هم وينا کوي. په اوکرين د روس د يرغل نه پس دا د زېلېنسکي وړومبنۍ معلومه بهرنۍ دوره وي.

امریکې د سفر نه وړاندې زېلېنسکي په خپل يو ټويټ کې ويلي چې “زه امريکا ته په لاره يم چې خپل مقاومت او د اوکرين دفاع مظبوطه کړو. په خاصه توګه به د امريکا د حکومت سره د تعاون خبرې اترې وي او د دوه اړخيزه ملاقاتونو سره سره به کانګرس ته وينا هم کوم”.

يو لوړ پوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي ولسمشر جو بايډن زېلېنسکي ته د راتګ بلنه ورکړې چې د هغه سره او د ملي امنيت د ټيم نه علاوه د هغه د کابينې د غړو سره وويني.

چارواکي وويل په خبرو اترو کې به د جنګ د سټريټيجي په اړه ژورې خبرې کيږي چې کومې وسلې او پوځي تربيت امريکا او د امريکا اتحاديان اوکرين ته ورکولی شي. د دې سره سره به د اقتصاد، توانايي او بشري مرستو په اړه هم غور کيږي.

چارواکي وويل “ولسمشر جو بايډن به په دې غور ونه کړي چې په تېر کې څه مرستې ورکړل شوي بلکې په دې به توجه وي چې نن به څه کوو او دا به تر هغه دوامداره ساتو تر ځو چې حاجت وي”.

د زېلېنسکي په اړه نه ده معلومه چې هغه د اوکرين نه بهر سفر کړی سېوا د دې نه چې هغه تېره ورځ د سرښار کيف نه ختيزې سيمې بخموت ته تلی و چرته چې اوکريني ځواکونه د روسي پوځ سره په سخته جګړه کې بوخت دي.

زېلېنسکي بيا بيا د امريکا او نورو نه غوښتنه کړې چې د روس د ډرون او ميزايلو د مقابلې د پاره ورته د هوايي دفاعي نظام مرستې ورکړي. د روسي صدر ولاډيمير پوټين ځواکونو د اوکرين يو شمېر ښارونه او انفراسټرکچر په نخښه کړی.

امريکايي چارواکي وويل چې امريکا به اوکرين ته نوی پوځي امداد اعلانوي چې پکې د پيټريټ ميزايلو بيټريز هم شاميل دي کوم چې په مخ تللی هوايي دفاعي نظام دی او د اوکرين ته مخکې نه دی ورکړل شوی.

هغه وويل دا به لږ وخت اخلي خو د اوکرين ځواکونه به د نظام د چلولو په اړه په يو دريم هېواد کې تربيه کيږي.

چارواکي وويل د خبرو اترو تر څنګ د زېلېنسکي سفر به دا پيغام هم ورکړي چې امريکا اوکرين ته او دغسې نورې نړۍ ته ژمنه ده.

چارواکي وويل “دا به پوټين او نړۍ ته يو پيغام وي چې امريکا به تر هغه د اوکرين سره ولاړه وي تر څو چې يې ضرورت وي. پوټين د جنګ په پيل کولو کې ډېره تېروتنه وکړه او ګڼل يې چې د اوکرين خلک به پرېوزي او نيټو به بې اتفاقه شي. هغه په دواړو کې په غلطه و. هغه زمونږ د طاقت په اړه په غلطه و او دا سفر به يې ورته غلطي وروښايي”.

د ايوان سپيکر نينسي پلوسي د زېلېنسکي د دورې په اړه خط خور کړی چې ايوان ته به ورځي او ليکلي يې دي “دا جنګ د ډيموکريسي جنګ دی او مونږ په انتظار يو چې ستا د اتفاق، مقاومت او حوصلې ډکه وينا واورو. ستا د قيادت نه او د بلنې د منلو نه مننه کوو”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG