د اوکرین صدر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې که روسي ځواکونو په ختیځ کې د پراخو عملیاتو نیت وکړلو نو د دويي د ځواکونه به ورته چمتو وي او "ځواب به ورکړي."
تېره شپه ناوخته په یو ویډیو وېنا کې ، زیلینسکي وویل چې راتلونکي ورځې به د شپږ اونیو په جګړه کې د هرې بلې په څیر ډېرې مشکلې وي.
صدر زېلینسکي تېره شپه د سي بي اېس ټیلي وژن سره په یوې مرکې کې وویل چې د اوکرین بقا د امریکا لخوا د وسلو لیږلو پورې تړلې ده، هغه وویل چې صدر جوبایډن ته یې د اوکرین د ضرورتونو فهرست ورکړی دی. زیلینسکي وویل: "هغه لیسټ لري."
هغه وویل صدربایډن کولی شي چې تاریخ ته د اوکرین د خلکو سره داوږه په اوږه ودرېدونکي په توګه ننووځي، چا چې د خپل هیواد حق ګټلی او دغه لاره یې غوره کړی.
بلې خوا ته د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن غونډه کوي چې په روس د بندیزونو د بل پړاو په اړه خبرې وکړي.
هلته په ماسکو کې، د اسټریلیا چانسلر کارل نیهمر د روس له صدر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کوي، دا د فبرورۍ په وروستیو کې د پوتین په اوکرین د یرغل له پیل راهیسې د اروپا دکوم مشر دا ډول لومړی سفر دی.
دلته وایټ هاوس ویلي چې د امریکې صدر جو بایډن نن د هند د وزیراعظم نریندرا موډي سره د ویډیولنک د لارې خبرې کوي.د دې مشرانو دا ورچول ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې امریکا واضحه کړې ده چې نه غواړي د هند له اړخه د روس نه د توانائي په درامداتو کې اضافه وګوري.
د برتانیې د دفاع وزارت نن وویل چې د روس ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک په سیمو د توغندیو ویشتلو ته لړۍ روانه ده او دا چې اوکریني ځواکونه د روس د ټېنکونو یو شمیر بریدونه په شا تمبولي دي.
د وزارت یوې اعلامیې په دې اړه اندیښنې هم راپورته کړې چې:
"په غیررسمي بمونو باندې د روس تکیه د لا زیاتو بې توپیره بریدونو سره ملکي خلکو ته لوړ خطرونه رامینځته کوي.
روانې جګړې د اوکراین د 44 میلیونو وګړو څلورمه برخه خلک له خپلو کورونو وتلو ته مجبور کړي دي، د ملګرو ملتونو د راپورټ له مخې له 4.6 میلیونو څخه ډېر خلک کډوال شوي دي.
نیوزیلینډ اعلان کړی دی چې دوی د اوکرین ته نورې مرستې لیږي. په دې مرستو کې د نظامي ټرانسپورټ د الوتکې او 50 ملاتړ کونکيو په ګډون په اروپا کې د کډوالو مرکزونو ته د تجهیزاتو لیږلو مرستې هم شامل دي.