لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا مشکوک مريض په ژوب کې له ايمبولينس تښتېدلی، پولیس وايي


په کوټه کې د قرنطینه مرکز
په کوټه کې د قرنطینه مرکز

د بلوچستان صوبې په ژوب ښار کې يو ځوان چې د کرونا مشکوک مريض و هغه مهال له ايمبولينس موټره په تيښته کاميابه شو چې د ښار ډاکټرانو کوټې ته د معاينې يا ټيسټونو په موخه لېږ‎لی و.

د ژوب د پوليسو د تهاڼي مشر حاجي محمد زمري وي او ای ډيوه ته وويل د کرونا مشکوک مريض هغه وخت له ايمبولينس موټره په تيښته بريالی شوی کله چې موټروان د تېلو اچولو په غرض ښار ته نيږدې پټرول پمپ ته موټر درولی و." ډرائيور تېل اچول ، ځوان د تيښتېدلو موقع مونده کړه او تيښتېدلی. "

د حاجي محمد په خبره پوليس د تښتيدلي ځوان په لټه کې دی. هغه وویل پوليس د تيښتېدلي ځوان پر کور ولاړ دي خو هغه ورک دی، د کور خلګو يې پوليسو ته ويلي چې د دوی هم له تيښتېدلي ځوان سره رابطه نشته.

د پوليسو په خبره تيښتېدلي ځوان خپل موبايل بند کړی دی.

د ژوب ښارد سول روغتون د کرونا وايرس د قرنطينه مرکز مشر ډاکټرعبدالستار شيراني وايي يو ځوان مريض د تشخيص لپاره روغتون ته ورغلی و، مريض ټوخه ، تبه او سر درد درلود، دا د کرونا وايرس د مرض نښې نښاني دي. د ډاکټر په خبره دا لا معلومه نده چې دا ځوان د کرونا په مرض اخته دی که نه؟

ډاکټر شيراني زياته کړه چې مريض يې د نورو تفصيلي ټيسټونو لپاره د کوټې د کرونا مريضانو د ټيسټونو لپاره ځانګړي شوي روغتون ته ليږلی و.

دژوب ځايي خبريال علي خان مندوخيل وي او ای ډيوه ته وويل د تښتيدلي ځوان ورور ورته ویلي د کرونا مشکوک مريض په اسلام آباد کې د يو نړيوال پوهنتون زدکونکی دی، د اسلام اباد په پمز نومې هسپتال ته د سر درد ، تبه ، ټوخې دپاره علاج په غرض ورغلی و هلته هم ورته د کرونا ټېسټ وویل شو خو هغه ونکړو او له اسلام آباد څخه د دې مياشتې پراولسم تاريخ خپل کور ژوب ته ورغلو، به کور یې درملنه روانه وه خو هغه ښه نشو او بیا د ژوب روغتون ته بوتلل شو او د هلته څخه ډاکټرانو کوټې ته ولیږلو.

د خبریال علي خان مندوخيل په خبره د مريض له ورور سره يې هغه مهال په سول روغتون ژوب کې خبرې کړې وې کله چې مريض ايمبولينس موټر کې کوټې ته د وړلو لپاره د دوو کسانو په مرسته وخېژاوه.

د بلوچستان د حکومت ايالتي وياند لياقت شاهواني په خبره په بلوچستان کې د کرونا وايرس د مريضانو شمېر يو سل لس دی، او له دې مرضه د کوټې اوسيدونکی اويا کلن يو تن تيره ورځ مړشوی.

د بلوچستان ايالتي حکومت د کرونا وايرس د مخنوي په موخه په ټول ايالت کې ماده يو سل څلور څلويښت عملي کړې او د څورلسو ورځو لپاره يې ټول بنديز يا لاک ډاون کړی، چې د ټولو ضلعو لوی او واړه بازارونه ، تجارتي مرکزونه به بند وي ، مسافر وړکونکي لوی او واړه موټران به ولاړي وي، په ښارونو او کلو کې به يوازي د ضروري خوارکي توکو پلورنځي ، روغتون ، درملتون خلاص وي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG