دپاکستان د پوځ نوى سرلښکر جنرال راحيل شريف څوک دى ؟

وئيل کيږي نوموړى د يو ښه پوځي منتظم سره سره يو ښه ښکاري اؤ لامبوزن هم دى. د دريوؤ اولادونو پلار دى اؤ کتابونه لوستل يې د خوښې مشغله ده.

پيښور- جنرال راحيل شريف د جنرال اشفاق پرويز کياني پځايې د پاکستان د پوځ نوى سرلښکر ټاکل شوى اؤ دهغۀ تعلق د يوې پوځي کورنۍ سره دى.
نوموړي په ١٦م جون ١٩٥٦کې دپاکستان د بلوچستان ايالت په سرښار کوئټه کې دښاغلي شريف په کور کې سترگې غړؤلې وې.
وئيل کيږي نوموړى د يو ښه پوځي منتظم سره سره يو ښه ښکاري اؤ لامبوزن هم دى.
د دريوؤ اولادونو پلار دى اؤ کتابونه لوستل يې د خوښې مشغله ده.
دهغه پلار ښاغلى ميجر شريف هم دپاکستان د ځمکني پوځ يو غوره افسر گڼل کيدو.
اؤ مشر ورو ر يې ميجر شبيرشريف په کال ١٩٧١کې دپاکستان اؤ هندوستان ترمينځ شوي جنگ کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ چې وروستو ورته دپاکستان لخوا دنشان حيدر په نوم مهمه پوځي جائزه هم ورکړل شوې وه.
ښاغلي راحيل شريف د لاهور دگورنمنټ کالج څخه د تعليم ترلاسه کولو وروستو دپاکستان په پوځي اکاډمۍکې گډون اختيار کړى ؤ.
هغه د گريجويشن څخه وروستو په کال ١٩٧٦ کې کميشن ترلاسه کړو اؤ د فرنټيئر فورس رجمنټ په شپږمه قطعه يا بټالين کې شامل شو.
له دې وړاندې د راحيل شريف مشر ورور شبير شريف هم ددغه رجمنټ څخه کميشن ترلاسه کړى ؤ.
د يو ځلمي پوځي افسر په توگه راحيل شريف د گلگت د انفينټري بريگيډ ترڅنگ دپاکستان پوځي اکاډمۍ کې انتظامي چارې هم پرمخ وړي دي.
دوخت تيريدو سره سم راحيل شريف د خپلو برياؤ سفر دوامدار ساتلى اؤ په ځانگړي ډول دپاکستان دپخواني پوځي مشر جنرال پرويز مشرف په مشرۍ کې هغه په ډيره چټکتيا سره د کاميابۍ پړاوونه ترسره کړي وؤ.
مشرف هغه ته په لاهور کې د يوولسمې پوځي قطعې مشري هم سپارلې وه.
هرڅو که دپاکستان د وزيراعظم ميانوازشريف د نوم په وروستۍ برخه کې شريف نوم شامل دى اؤ ځينې خلک داسې فکر کوي چې راحيل شريف به هم د نوازشريف دکورنۍ سره څه تړاؤ لري خو هغه دنوازشريف د کورنۍ سره هيڅ رقم تعلق نۀ لري البته د نوازشريف د کورنۍ د مهم ملگري اؤ دقبائيلي چارو د وزير ليفټننټ جنرال ريټائر عبدالقادر بلوچ ډير نزدې ملگرى گڼل کيږي.
کله چې په پوځ کې بريگيډئير ؤ نو هغه مهال يې ديو ازاد ازاد پوځي پلاټون په گډون د دوؤ پوځي پلاټونونو مشري کړې وه .
دبرطانيې د رائل کالج اف ډيفنس اسټډيز څخه يې د گريجويشن کولو وياړ هم په برخه دى.
راحيل شريف ديو پوځي پلاټون د عمومي قوماندان يا کمانډنټ ترڅنگ د پاکستان د پوځي اکاډمۍ کمانډنټ هم پاتې شوى دى.
دپاکستاني پوځ دغه نوي مشر د ليفټننټ جنرل په توگه تر دوؤ کالو د کارپس کمانډر خدمات هم ترسره کړي دي چې له هغې وروستو دپاکستان دپوځ د روزنې اؤ تشخيص د انسپکټرجنرل په توگه ذمه وارئ ور ورسپارل شوې.
دپاکستان حکومت ورته د ښو پوځي خدماتو په نتيجه کې دهلال امتياز په نوم جائزه هم ورکړې ده.