خارجه دفتر: پاکستان کې دطالبانو د دفتر په پرانستو غور نۀ دى روان

خيبرپښتونخوا کې داحتجاجونو له امله امريکا دسامان درسد لپاره نورې لارې استعمالوي.

پيښور- دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري دزيارت په ورځ وئيلي دي پاکستان دافغان حکومت په درخواست ٣٣ طالب بنديان خوشې کړي اؤ په پاکستان کې دطالبانو ددفتر دپرانستو په اړه په کوم تجويز غور نۀ دى روان.
وياند وايي دډرون حملو په اړه دپاکستان په دريځ کې کوم بدلون نۀ دى راغلى اؤ دغه بريدونه دهيواد دخپلواکۍ اؤ بين المللي قوانينو خلاف ورزي گڼو.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند پخلى وکړو چې امريکا په خيبرپښتونخوا کې دتورخم په لاره دنيټو سپلا ئي دامنيتي وجوهاتو له امله اودرولې ده اؤ دپاکستان تحريک انصاف له لوري خيبرپښتونخوا کې داحتجاجونو له امله امريکا دسامان درسد لپاره نورې لارې استعمالوي.
پاکستان کې دترسره کيدونکو ډرون بريدونو په ضد خيبرپښتونخوا کې واکمن سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف دصوبې په سرښار پيښور کې احتجاجاً افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان درسد مخه نيولې اؤ تيره ورځ امريکا په ډاگه کړې وه چې پاکستان کې داحتجاجونو له امله يې دټرکونو ډرائيورانو ته دپيښو خطرو په نظر کې نيولو سره دپاکستان په لاره افغانستان څخه دسازوسامان دواپسۍ عمل اودرولى.
دخارجه دفتر وويل دحالاتو عام ډگر ته دراستنيدو وروستو دخيبرپښتونخوا په لاره دنيټو دسپلا ئي بيا بحاليدى شي.
هغه وويل دخيبرپښتونخوا دحکومت له لوري دنيټو دسپلايۍ اودرولو په اړه پريکړه به سياسي قيادت ته کول وي.
وياند وويل پاکستان دهند سره ښې اړيکې غواړي اؤ دکشمير معامله دخبرو اترو له لارې هوارولو ته ليواله دى.
هغه وويل دسياچن په معامله دپاکستان دريځ واضحه دى اؤ هغه دا چې دسياچن څخه دپوځيانو دويستلو عمل په دوه اړخيزه توگه پکار دى.