هند کې په اورگاډي د اور لگيدو له امله 23 کسان مړۀ شوي

په پيښه کې سوځيدلي ځينې کسان نزدې هسپتال ته رسؤل شوي چې دهغوئ د جملې څخه هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي

په هندوستان کې ديو اور گاډي دننه د اور لگيدو له امله لږ ترلږه ٢٣ کسان وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
دغه اورگاډى د بنگلور څخه ناديډ سيمې ته روان ؤ چې په يوه ډبه کې ناساپه د اور لمبې پورته شوې.
د هند د ريلويز وياندې سي ايس گپتا وئيلي په کومه ډبه کې چې دغه اور لگيدلى په هغې کې ٦٧مسافر سوارۀ وؤ اؤ په وژل شوؤ کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د وياند له مخې د ريل په ډبه د لگيدلي اور د وژلو زياتې هڅې شوې وې خو دغه هڅې نه وې کاميابې شوې.
په پيښه کې سوځيدلي ځينې کسان نزدې هسپتال ته رسؤل شوي چې دهغوئ د جملې څخه هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي.
تراوسه د اورلگيدو دپيښې علت نۀ دى په ډاگه شوى