”دطالب بنديانو په خوشې کولو دپاکستان پوځ حکومت نه مرور“

دورځپاڼې وينا ده چې دريوؤ مياشتو پورې پوځي هسپتال کې دمشرف قيام گڼې خواوې دپخواني سرلښکر لپاره دپوځ ملاتړ گڼي

امريکائي ورځپاڼه وال سټريټ جرنل وائي طالبانو سره دمذاکراتو په معامله دپاکستان دپوځ اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ اختلافات موجود دي.
دورځپاڼې ترمخه که هر څو پوځ دتندلارو په ضد عمليات پيل کول غواړي خو نواز شريف طالبانو سره په خبرو باور کوي.
دورځپاڼې ترمخه که چرې دمشرف وکيلان دايگزټ کنټرول لسټ څخه دمشرف دنوم دلرې کولو په اړه دعدالت حکم ترلاسه کړي نو حکومت به ددغه حکم پيروي کوي.
دورځپاڼې وينا ده چې دعدالت له لوري په پرويز مشرف دفردجرم لگيدو وروستو نواز شريف دپاکستان پخواني صدر جنرال(ر) پرويز مشرف ته دبخښنې ورکولو لپاره چمتو دى اؤ پوځ غواړي چې دفردجرم لگيدو وروستو دې اوس مشرف ته هيواد څخه دبهر تللو اجازت ورکړل شي.
دورځپاڼې وينا ده چې دريوؤ مياشتو پورې پوځي هسپتال کې دمشرف قيام گڼې خواوې دپخواني سرلښکر لپاره دپوځ ملاتړ گڼي.
ورځپانې دڅيړونکو له خُلې ليکلي که چرې ديخنۍ دموسم په اخره کې (دطالبانو په ضد) عمليات پيل نۀ شول نو دحکومت اؤ وسله والو پوځونو ترمينځ دتاؤتريخوالي دنور سيوا کيدو هيله ده..
د ورځپاڼې په وينا دپاکستان په جمهوري عمل کې پوځ يو سياسي لوبغاړى اؤ سياسي قوت دى اؤ پاکستان په مکمله توگه يو جمهوري هيواد نۀ دى.
دراپور ترمخه دپاکستان دپوځ دمشر جنرال راحيل شريف له لوري دمشرف په ضد دغدارۍ دکيس په اړه روانه اوونۍ کې دزيات خفگان بيان مخې ته راغلى.
دجون ٢٠١٣م کې دموجوده حکومت په اقتدار کې دراتللو وروستو په لمړي ځل واضحه شوې چې دپوځ دپخواني مشر په ضد دغدارۍ په مقدمه دپوځ له لوري دمايوسۍ څرگندونه شوې.
په ٢٠٠٨م کې دجمهوري عمل دبحالۍ وروستو پوځ ځان تر يو حده دسياست څخه لرې ساتلى اؤ څيړونکي وائي چې دازادې عدليې اؤ فعاله ميډيا په وجه پوځي طاقت کې کمى راغلى.
دورځپاڼې وينا ده داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وائي چې هغوي دبدلون دپړاؤ څخه تيريږي اؤ داسې هيڅ نۀ ويني چې گنې پاکستان دماضي په لور روان دى بلکې هغوي پاکستان دترقۍ په حال کې ويني.
ورځپاڼې دمشرف په اړه ددوؤ وفاقي وزيرانو خواجه سعد رفيق اؤ خواجه اصف دبيانونو حواله ورکړې، دامنيتي چارواکو په وينا دمشرف په اړه دغسې بيانونه دادارې وقار ته زيان رسوي اؤ ورسره دپوځيانو حوصلې ماتې شوي.
ورځپاڼې دامنيتي چارواکو له خُلې ليکلي په ماضي کې پوځ يوه کرښه راښکلې وه، اوس مونږ دجمهوريت ملاتړ کوؤ، نور دې هم ماضي هيره کړي اؤ کومه اداره دې دديوال سره نۀ لگوي
بل لوري ته راپورونه وائي دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ تيره ورځ دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دکورکمانډرانو په ترسره شوې غونډه کې پوځي مشرانو د مرکزي وزيرانو لخوا په پوځ د نيوکو اؤ طالبانو سره دمذاکراتو په عمل دتحفظاتو څرگندونه کړې ده.
سرچينې زياتوي چې دچين څخه هيواد ته په واپسۍ به دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف دغه لړ کې دپوځي افسرانو دانديښنو څخه خبروي.
دسرچينو وينا ده چې دکورکمانډرانو غونډه کې دځينو حکومتي وزيرانو له لوري په عسکري قيادت دبې ځايه تنقيد دتحفظاتو څرگندولو ترڅنگ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ په مذاکراتو اؤ په دغه مهال هيواد کې دترهه گرۍ په کارروائيو پوښتنې راولاړې کړي.
همدغه شان کورکمانډرانو دمذاکراتو په پيل کې دحکومت له لوري دځينو طالب بنديانو په خوشې کولو هم انديښنه څرگنده کړې اؤ وئيلي يې دي چې بايد دغه بنديان په اختتامي پړاؤ کې خوشې کړل شوى وى ځکه چې دمذاکراتو په پيل کې دبنديانو خوشې کولو سره دامن وامان ستونزې راولاړيدى شي.