شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ٤٠ جنگيالي وژل شوي

دجيټ الوتکو نه دغه بمباري دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په کزامډاخيل، دته خيل اؤ ايزک نومې سيمو کې شوې ده.

دپاکستان پوځ وائي قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په سحر دترهه گرو په ځالو دجيټ الوتکو نه شوې بمبارۍ کې دبهرنو جنگيالو په گډون ٤٠ تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې هم تباه شوي دي.

دجيټ الوتکو نه دغه بمباري دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په کزامډاخيل، دته خيل اؤ ايزک نومې سيمو کې شوې ده.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه دجيټ الوتکو نه شوې بمبارۍ کې وژل شوؤ ترهه گرو کې بهرني جنگيالي هم شامل دي.

ائي ايس پي ار وائي ددته خيل شمال لوري ته پرتو سيمو ناوا کليو اؤ زرم اسر کې شوې بمبارۍ کې دترهه گرو دوسلو ذخيره اؤ دهغوي پينځه ځالې هم تباه شوي دي.

سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه ددغو معلوماتو پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٩٥٠ؤ نه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې اؤ وائي دهغوي په شلگونو ځالې هم تباه کړل شوي دي.

دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دترهه گرو دحملو توان يې ختم کړى خو دنهې په ورځ دپولې پورې غاړې نه شوې يوه حمله کې د١١ؤ ترهه گرو اؤ دريوؤ پوځيانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي وؤ.

خيبرايجنسۍ کې هم دپوځ جيټ الوتکو تيره ورځ بمباري کړې وه چې پکې ٢٣ شکمن تندلاري وژل شوي وؤ.

پوځ وائي چې دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه په گډون يې دغلته ٨٠ فيصده علاقه دترهه گرو نه پاکه کړې ده.