افغان صدر پاکستان ته دترهه گرۍ مخنيوي لپاره دمرستې باور ورکړى

نور خان هوائي اډې ته په رسيدو دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز دافغانستان صدر اشرف غني ته هرکلى ووئيلو.

دافغانستان صدر اشرف غني دجمعې په ورځ پاکستان ته باور ورکړى چې دترهه گرۍ دستونزې په گډه دله مينځه وړلو لپاره به افغانستان پاکستان سره هررقم ممکنه مرسته کوي.

ښاغلي غني ته دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دپاکستان دعسکري چارواکو له لوري په پاک افغان پوله دامنيتي صورتحال په اړه تفصيلي اؤ دلوړې کچې بريفنگ ورکړل شوى، په دغه مهال غني دترهه گرۍ په ضد دپاکستان هڅې اؤ ددغه هيواد له لوري يې دې لړ کې ورکړل شوې قربانۍ هم ستائيلي دي.

اشرف غني وويل چې " افغانستان پاکستان سره دپولې دانتظام اؤ تربيت ترڅنگ دسلامتۍ اؤ دفاعي اړيکې سيوا کول غواړي"

ددغه بريفنگ په مهال دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز، خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري، دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، ددفاع سکتر ليفټننټ جنرل (ر) عالم خټک ، دخفيه ادارې انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر اؤ نور سينئر پوځي مشران موجود وؤ.

دخپلو سينئر وزيرانو ترڅنگ اشرف غني سره دافغانستان ددفاع وزير جنرال بسم الله محمدي، افغان چيف اف جنرل سټاف جنرل شيرمحمد کريمي اؤ نور سينئر افغان امنيتي چارواکي موجود وؤ.

څيړونکي وائي کابل سره داسلام اباد دتاؤتريخوالي ډکې اړيکې دتيرو څو کلونو راهسې په پوله دترهه گرو داوښتو را وښتو، دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه موجودو اختلافونو اؤ په يو بل دتورونو لگولو له امله نورې هم پيچلې شوي خو دواړو ملکونو کې دنوؤ اولسي حکومتونو جوړيدو وروستو اسلام اباد ته داشرف غني ددغه سفر سره اړيکو کې دښه والي هيله کولى شي.

له دې وړاندې د افغانستان صدر دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دخزانې وزير اسحاق ډار سره په امنيتي ، دفاعي اؤ اقتصادي چارو خبرې اترې کړي دي.

پاکستان له رسيدو وروستو دافغانستان صدر اشرف غني ددغه هيواد دطاقتور پوځ دمشر جنرل راحيل شريف سره دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې ليدنه کړې اؤ هغه سره په امنيتي چارو اؤ ددواړو ملکونو ترمينځ په دفاعي مرسته خبرې اترې وکړې.

جي ايچ کيو ته په رسيدو افغان صدر اشرف غني ته دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هرکلى ووئيلو اؤ پوځ يوې دستې هغه ته سلامي هم ورکړه.

اشرف غني دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو دمشاور سرتاج عزيز اؤ دخزانې دوزير اسحاق ډار سره هم ليدنه کړې اؤددغه ليدنې په مهال ددواړو ملکونو په گټه اقتصادي اؤ تجارتي اړيکو کې ددوه اړخيزه مرستې په سيوا کولو هم اتفاق شو ى دى.

په دغه موقع سرتاج عزيز وئيلي دي چې پاکستان افغانستان سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي اؤ افغان صدر ته يې افغانستان کې په بيلا بيلو څانگو کې دممکنه مرستې باور هم ورکړو.

له دې وړاندې نور خان هوائي اډې ته په رسيدو دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز دافغانستان صدر اشرف غني ته هرکلى ووئيلو.

افغان صدر سره دپاکستان په دغه اهمه دوره کې دکابينې د وزيرانو، سينئر مشرانو، کارورباري استازو اؤ دلوړپوړو چارواکو يو هيئت هم ملگرى دى.

تيره ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال پاکستان ته داشرف غني ددورې پخلى کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې اسلام اباد ته له رسيدو وروستو به افغان صدر اشرف غني دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ صدر ممنون حسين سره په دوه اړخيزه اړيکو اؤ دسيمې په امنيتي وضعه خبرې اترې کوي.

افغان صدر اشرف غني پاکستان ته دغه دوره په داسې حال کې کړې چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم تيره اوونۍ دکابل په يوه ورځنۍ دوره دصدر اشرف غني په گډون لوړپوړو افغان چارواکو سره ليدنې کړې اؤ هغوي سره يې په بيلا بيلوچارو خبرې اترې کړې وې.

کابل ته ددغه دورې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر دپاکستان په پوځي تربيتي مرکزونو کې دافغان پوځ دروزنې وړانديز کړى ؤ.

له دې وړاندې چې کابل کې کله اشرف غني دافغانستان دنوي صدر په حيثيت لوړه پورته کړه نو پاکستاني وزيراعظم خپل دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز لږ وخت پس کابل ته وليږلو اؤ سرتاج عزيز دغلته افغان صدر ته دنواز شريف له لوري داسلام اباد ددورې بلنه ورکړې وه.

شرف غني په داسې وخت کې دپاکستان دوره کوي چې دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دى.

پاکستان غواړي افغان حکومت دپولې پورې غاړې پخپله خاوره دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ دهغه دجنگيالو خلاف گامونه واخلي.

خو افغان حکومت په ډاگه کړې هغوي کوم بهرني ترهه گر ته پناه نۀ ورکوي.