د کرکت ورلډکپ ۲۰۱۵ په روانو مقابلو کې د جنوبي افريقې ټيم ويسټ انډيز ته په ۲۵۷ رنزونو ماتې ورکړه ، جنوبي افرېقې په لمړي بيټنگ کې په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورونو کې ۴۰۹ رنزونه جوړ کړي وو ، د ويسټ انډيز پوره ټيم په ۳۳م اوورکې په ۱۵۱ رنزونو اؤټ شو او مېچ يې وبائيلو .
د جنوبي افريقې د ۴۰۹ رنزونو په ځواب کې د ويسټ انډيز يواځيني لوبغاړي جېسن هولډر زيات سکور کړی او ۵۶ رنزونه يي جوړ کړل . په نورو کهلاړيانو کې سمتهـ ۳۱ او رامدين ۲۲ رنزونه جوړ کړي او درې لوبغاړي په 0 اؤټ شو ي دي .
د جنوبي افريقې عمران طاهر پينځه وکټې اخيستي ، مورکل او اېبټ دوه دوه او ډېل سټين يو کهلاړي اؤټ کړو .
د اسټريليا په سډني کرکټ گراؤنډ کې د پول ای ټيمونو ترمينځ روان مېچ کې جنوبي افريقې ټاس گټلی او لمړی يې بيټنگ کړی ؤ .
او د جنوبي افريقې کپتان ای بي ډيويلئرز په ۶۶ بالونو ۱۶۲ رنزونه ، هاشم امله په ۸۸ بالونو ۶۵ رنزونه ، ډو پليسس په ۷۰ بالونو ۶۲ رنزونه او روسوو په ۳۹ بالونو ۶۱ رنزونه جوړ کړي وو .
ای بي ډيويليئرز په ۱۶۲ رنزونو جوړولو سره د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو .
د جنوبي افريقې ټيم په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورنو کې په پينځه لوبغاړو اؤټ کېدو ۴۰۸ رنزونه جوړ کړي وو .
د ويسټ انډيز انډر رسل او کرس گيل دوه دوه او جانسن هولډر يو وکټ اخيستې .
له دې وړاندې جنوبي افريقې دوه او ويسټ انډيز درې مېچونو کړي دي .
جنوبي افريقې خپل لمړی مېچ د زمبابوی نه گټلی ، او بل کې يې د هند نه ماتې خوړلې وه ، او نن يې ويسټ انډيز ته په درېم مېچ کې ماتې ورکړه .
ويسټ انډيز خپل لمړي مېچ کې د ائرلېنډ نه ماتې خوړلې ، په دوهم مېچ کې يې پاکستان او درېم کې زمبابوی ته ماتې ورکړې وه ، او نن يې خپل څلورم مېچ د جنوبي افريقې نه وبائيلو .