د امريکې خارجه وزير جان کېري نن د گل په ورځ په سويټزرلېنډ کې د روس خارجه وزير سرگۍ لاروف سره ويني .
جان کېري به خپل روسي سيال سرگۍ لاروف سره په دغې لېدنه کې د يوکرين د شخړې او په روس کې د اپوزيشن يو مهم مشر بورس نيمستوو په وژنه د خبرو اترو دپاره د اتوار په ورځ سويټزرلېنډ ته رسېدلی ؤ .
جان کېري د نيمستوو د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده .
کرېملن وايي د روس صدر ولاديميرپيوټن خپله پلټنې گوري ، ولې د څيړونکو وينا ده چې صدر خپله د دغې کار دپاره برابر نه دی ، د هغويې په وينا ځکه چې نيمستوو څو اوونۍ وړاندې روسي مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ چې پيوټن هغه مړ ليدل غواړي .
جان کېري به سرگۍ لاروف سره په ليدنه کې د يوکرېن په شخړه خبرې اترې کوي ، چرته چې د صدر پيټرو پروشينکو وينا ده چې د روس ملاتړ لرونکو روسي بيلتون خوښو له طرفه د عارضي جنگ بندۍ د لوظنامې خلاف ورزي روانه ده .
د گل په ورځ به وروستو جان کېري د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف سره د درې ورځنو خبرو پېل کوي ، چې مقصد يې ايران سره د ايټمي لوظنامې په اړه تفصيلي خبري کول دي .