پاکستان کې نور ٩ کسان تيزندي کړى شول

دراولپينډۍ په اډياله جيل کې دقتل اؤ اقدام قتل دوه مجرمان شوکت علي اؤ محمد شبير تيزندي کړل شوى.

دپاکستان مختلفو جيلونو کې دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ څخه وروستو دمجرمانو دتيزندي کولو لړۍ روانه ده اؤ دشورو په سحر دپنجاب صوبې په مختلفو جيلونو کې نور ٩ کسان تيزندي کړل شوي دي.

دراولپينډۍ په اډياله جيل کې دقتل اؤ اقدام قتل دوه مجرمان شوکت علي اؤ محمد شبير تيزندي کړل شوى.

داټک په سنټرل جيل کې داسد محمود خان دمرگ په سزا عمل درامد وکړل شو، هغه ته دغه سزا کال ٢٠٠٢ء کې ديوې کورنۍ ددريوؤ کسانو دوژلو په جرم کې اورول شوې وه.

دميانوالي په جيل کې احمدنواز تيزندي کړل شو، هغه په ١٩٩٨ء کې يو تن وژلى ؤ.

دفيصل اباد په سنټرل جيل کې دوه مجرمان شفقت اؤ سعيد تيزندي کړى شول ، دغو دواړو ١٧ کاله دمخه ديوې دښمنۍ په اساس خپل دوه رشته داران وژلي وؤ.

دلاهور په کوټ لکهپت جيل کې طاهرشبير نومې مجرم تيزندي کړل شو، هغه ته په ٢٠٠٢ء کې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دغه سزا اورولې وه، وئيل کيږي طاهر په دوکان دبورډ لگولو په معمولي شخړه ارشاد نومې تن وژلى ؤ.

جهنگ کې هم دقتل دوه مجرمان تيزندي کړل شوي چې پکې غلام محمد اؤ ذاکر حسين شامل دي.

دشورو په په ورځ ددغو نهو کسانو دتيزندي کولو څخه وروستو ددسمبر دمياشتې څخه تر دې مهاله پاکستان کې دتيزندي کړل شوؤ مجرمانو شميره ٤٨ؤ ته رسيدلې ده.

تيرکال په ١٧م دسمبر وزيراعظم نواز شريف دتيزندۍ په سزا دشپږو کلونو راهسې دلگيدلي بنديزد ختمولو اعلان کړى ؤ چې ورسره دترهه گرو دتيزندي کولو په سزا عمل درامد پيل شوى ؤ.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو دحملې څخه وروستو دپاکستان حکومت دهيواد دپوځ اؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو سره په گډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره قومي ايکشن پلان جوړ کړى دکوم لاندې چې ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون کولو سره په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ اؤ ورته ائيني تحفظ ورکړل شوى اؤ دغو عدالتونو ته دحکومت په وينا تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي دي.

چارواکي وائي چې ددسمبر دمياشتې څخه راپديخوا دقومي ايکشن پلان لاندې دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دقانون نافذونکو ادارو له لوري ترسره شوؤ کارروائيو کې تر دې مهاله په زرګونو شکمن کسان نيول شوي دي.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دحملې څخه وروستو نۀ يواځې دا چې حکومت هيواد کې د٢٠٠٨م څخه په تيزندۍ لگيدلى بنديز پورته کړو اؤ دهيواد په بيلا بيلو ښارونو کې گڼ مجرمان تيزندي کړل بلکې پوځ دهيواد په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دوړاندې څخه روانو عملياتو کې هم تُندي راوستې

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.