داعش سره تړاؤلرونکي گروپ امريکايي عسکروته ائن لائن گواښ کړی

پېنټاگون وئيلي چې د دغې خبر تفتيش کوي ، او زياته کړې يې ده تل يې د خپل پوځ حوصله افزايي کړې چې مناسب احتياطي حفاظتي گامونه پورته کړي .

د تُندلارې ډلې داعش سره په مبينه توگه تړاؤ لرونکي گروپ په انټرنېټ باندې د ۱۰۰ امريکايي پوځيانو نومونه ، عکسونه او د هغويې پتې جاري کړي او د هغويې او د هغويې د ملاتړ کوؤنکو د وژنې دړکه يې کړې ده .

دغه گروپ چې ځان ته د داعش هېکنگ ډويژن وايي ، په خپل ويب سائټ يې ليکلي چې دا کار ستاسو پتو ورکوؤنکو اسان کړی ، تاسو ته ضرورت دی چې اخری گام پورته کړئ او تاسو څه ته انتظار کوئ؟

پېنټاگون وئيلي چې د دغې خبر تفتيش کوي ، او زياته کړې يې ده تل يې د خپل پوځ حوصله افزايي کړې چې مناسب احتياطي حفاظتي گامونه پورته کړي .

يو چارواکي نيويارک ټائمز ته وئيلي ، چې داسې نه ښکاري چې وسله وال د امريکايي حکومت د ويب سايټ نه کوم مالومات هېک کړي او دغه زيات مالومات عام دي هر څوک يې ليدلی شي .