پېښور: ټي ټي پي د پوځي افسر د وژنې زمه واري قبوله کړې

پوليسو وئيلي ؤ چې په يو موټر سائيکل سواره دوه نامعلومه کسان راغلي او په پوځي افسر يې ډزې کړې او هغه په ځايې ژوند دلاسه ورکړی ؤ .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې د اتوار په ورځ د وژل شوي پوځي افسر لفټننټ کرنل طاهر عظيم د وژنې زمه واري تحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) قبوله کړې ده .

د پوليس چارواکو په وينا پوځي افسر لفټننټ کرنل طاهرعظيم تېره ورځ د پېښور حيات اباد سيمه کې هغه وخت په ډزو وژل شوی ؤ ، چې کله هغه د جومات نه کور ته روان ؤ .

پوليسو وئيلي ؤ چې په يو موټر سائيکل سواره دوه نامعلومه کسان راغلي او په پوځي افسر يې ډزې کړې او هغه په ځايې ژوند دلاسه ورکړی ؤ .

د ټي ټي پي وياند محمدخراساني نن د گل په ورځ مطبوعاتو ته په جاري کړي يو بيان کې د کرنل طاهرعظيم د وژنې زمه واري قبوله کړې ده .

پوليس چارواکو وئيلي ، ښکاري چې د طاهر عظيم وژنه هدفي وژنه ده ځکه چې د هغه د چا سره د شخصي دښمنۍ کوم ثبوت مخې ته نه دی راغلی .

راپورونه وايي د کرنل طاهر عظيم دوه وروڼه وقاص او شکيل په کال ۲۰۰۴م او ۲۰۰۵م کې په دوه پېښوکې په ډزو وژل شوي وو او هغويې په پوځ کې شامل هم نه وو .