پاکستان: اپوزيشن ډلو د يمن په حالاتو د حکومت نه غوښتنې کړي

A man walks through a garden in Srinagar, India.

د پاکستان پيپلزپارټۍ (پي پي پي) د شريک چيئرمېن اصف علي زرداري په مشرۍ اپوزيشن ډلو د حکومت نه غوښتنه کړې ، چې منځني ختيز او يمن کې د روانو حالاتو په اړه دې ټول گونديز کانفرس او د پارليمنټ شريکه غونډه اوبلي ، او اولس دې په اعتماد کې واخلي .

په کراچۍ کې بلاول هاؤس کې د اپوزيشن ډلو د غونډې وروستو د پيپلزپارټۍ شېري رحمان مطبوعاتو سره خبرو کې هغه اعلاميه واوروله ، کومې پرېکړې چې په غونډه کې شوې وې .

هغې ووئيل ، د غونډې گډون والو منځني ختيز کې په روانو حالاتو او په سيمه او پاکستان د هغې د اثراتو په اړه اندېښنه څرگند کړه ، او ووئيل شو چې منځني ختيز کې تازه کړکېچن حالات دې د خبرو اترو د لارې هوار کړی شي .

"غونډه د حکومت نه غوښتنه کوي چې په فوري توگه ټول گونديز کانفرنس او د پارليمنټ شريکه غونډه رااوبلي اولس دې په اعتماد کې واخلي ، او د مخ په وړاندې تلو دپاره دې لاره غوره کړي" .

په دغې غونډه کې چې د عوامي نيشنل پارټۍ مشراسفنديارولي خان ، د اېم کيواېم فاروق ستار ، جمعيت علمااسلام (ف)ډلي او بي اېن پي عوامي استازو گډون کولو ، مطبوعاتو سره خبرو کې د پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او پخواني صدر اصف علي زرداري ووئيل ، پاکستان او پيپلزپارټۍ تل د خبرو اترو د لارې د مسلو هوارولو وئيلي دي او مونږ نړۍ ته دغه خبره کړې ده ، خو نه ده اورېدل شوې او نن حالات دا دي چې ۱۵لاکه پاکستانيان په سعودي عرب او درې لاکه په خليج کې دي او د سيمې حالات د خطرې سره مخ دي .

هغه ووئيل په داسې حالاتوکې پاکستان ته کردار ادا کول پکار دي او د هغې مطلب محاذ ارائۍ کې برخه اخيستل نه دي بلکې ټول يو ځايې کول او هغويې سره خبره کول پکار دي ، او بيا چې پاکستان څومره کولی شي هغه کار دي وکړي .

د ايران او سعودي عرب ترمينځ د خبرو کولو د تپوس په ځواب کې نوموړي ووئيل ، "زه چې کله صدر ووم په هغې وخت کې ما خبرې کړي دي ځکه چې ماته په لرې کې د دې حالاتو اندازه وه ، او د هغې وروستو ما په دغې اړه خبرې نه دي کړي".

د دغې پوښتنې چې حکومت د وړاندې نه سعودي عرب ته وفد لېږلی او که چرته په خپل سرد پوځ لېږلو پرېکړه وکړي او ستاسو غوښتنه ونه منل شوه ، ځواب کې اسفنديارولي خان ووئيل "چې زمونږ خبره ونه منل شوه د هغې وروستو به مونږ بيا خپله خبره کوؤ ".

بل لور ته د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف يمن او منځني ختيز کې د روانو حالاتو په اړه د اسلامي ملکونو د مشرانو سره د رابطې کولو پرېکړه کړې ده ، او په دغې لړ کې د وزيراعظم د اسلامي ملکونو د دورې هيله څرگند کړی شوې ده ، ولې نور کوم تفصيل نه دی په ډاگه کړی شوی .

يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد د سعودي عرب په مشرۍ د خليج هېوادونو د بمبارۍ پېل کولو وروستو د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د پوځي مشرانو سره يوه غونډه شوې وه .

او د نهې په ورځ د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف په مشرۍ يو پلاوې د سعودي عرب په سفر تلی او هلته يې د سعودي عرب د چارواکو سره ليدلي دي . د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې سعودي عرب ته راپېښې هرقسمه خطرې ته د کلک ځواب وئيلو ، او د حالاتو معلومولو دپاره هلته د پلاوي لېږلو وئيل شوي وو .

ځايي مطبوعات د سرچينو لخوا وايي چې سعودي عرب د پاکستان نه د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده ، او سعودي عرب ته په سفر پاکستاني پلاوي هغويې ته په ځواب کې وئيلي ، چې د پوځي مرستې يا هلته د پوځ لېږلو پرېکړه به د ملک مشران کوي .