کراچۍ: د يو افسرپه گډون درې پوليس په ډزو وژل شوي

د پاکستان سندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې نن د جمعې په ورځ د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پوليس يو ډي اېس پي په گډون درې پوليس وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وېنا د نامعلومو وسله والو لخوا د ډزو پېښه کې د ښار بن قاسم سيمې د پوليس ډپټي سپرنټنډنټ (ډي اېس پي) عبدالفتح سانگړي او هغه سره ساتونکی محافظ او ډرائيور په گلشن حديد سيمه کې په هدف کړي دي .

د ښار د منځنۍ ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي پيرمحمدشاه د پېښې په ځايي مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، پوليس افسر ډيوټۍ له روان ؤ چې د ساتونکي او ډرائيور پوليس سره وژل شوی دی .

نوموړي ووئيل د موقعې نه ورته د نائن اېم اېم تماچې د کارتوسو ۲۲ خولونه ترلاسه شوي دي .

د سندهـ صوبې د پوليس مشر ائي جي غلام حېدرجمالي وايي دا د ترهگرۍ پېښه ده ، او په اړه يې پلټنې پېل کړی شوي دي .

د صوبې وزيراعلی قائم علي شاه د پېښې غندنه کړې ، او رپورټ يې طلب کړی دی .

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم وخت په وخت پوليس افسران او سرتيري په هدف کړی شوي دي .

قاري سېف الله محسود چې ځان د طالبانود حکيم الله گروپ کمانډر معرفي کوي ميډيا سره يې خبرو کې په پوليس د بريد زمه واري په غاړه اخستې ده .