شمالي وزیرستان کې دجنګیالو ځالې ویشتل شوي،نهه وسله وال مړه

امنیتي ځواکونو دشمالي وزیرستان ددته خیلو په شیراني مداخیل سیمه کې د جنګیالو په ضد هوايی عملیات کړي

راپورونه وایي دافغانستان سره لګیدلې دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د تندلارو په ضد چټک عملیات کړي چې پکې د ۹ؤ ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ د هغوئ د پینځوؤ ځالو دتباه کیدو دعوه هم شوې ده.

شمالي وزیرستان دپاکستان هاغه کړکیچنه سیمه ده چې غرونه یې دافغانستان سره لګیدلي اؤ په دغه سیمه کې د تیرو څو کالو راهسې غیرملکي اؤ پاکستاني جنګیالي زیات فعاله پاتې شوي دي.

دپاکستان پوڅ تیرکال په دغه قبائیلي سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد په پراخه کچ عملیات پیل کړي اؤ دعوه کوي چې ددغو عملیاتو په نتیجه کې یې د وزیرستان دننه د پټو ترهګرو ملا ماته کړې ده.

ددغو عملیاتو په نتیجه کې په لکونو قبائیلي وګړي د سیمې څخه په کډې کولو مجبور شوي وؤ چې اوس د پوځ په نګرانۍ کې د بیا ستنولو لړۍ روانه ده د شورو په ورځ دسیمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې امنیتي ځواکونو دشمالي وزیرستان ددته خیلو په شیراني مداخیل سیمه کې د جنګیالو په ضد هوايی عملیات کړي .

امنیتي سرچینې وایي چې په دغوعملیاتو کې جنګیالو ته سخت نقصان رسیدلی اؤ د نهو جنګیالود وژل کیدو اؤ دیارلسو د ژوبل کیدو ترڅنګ د هغوي پینځه ټیکانې هم له مینځه وړل شوي دي.

خو په شمالي وزیرستان کې دامن د کړکیچن صورتحال له امله دامنیتی سرچینو ددغه رقم دعوؤ پخلی د ازادو سرچینو څخه ځکه نه شي کیدی چې سیمې ته د خبریالانو د ورتګ اجازه نه شته