دداعش مقابلې لپاره دعراقي پوځيانو دتربيې تُندولو ته اړتيا ده،اوباما

هغه يوځل بيا په دې خبره ټينگار وکړو چې دبهرنو جنگيالو دتگ مخه به نيول وي اؤ وې وئيل چې اوس هم په زرگونو تندلاري شام اؤ عراق ته ځي.

دامريکا صدر براک اوباما دتندروه ډلې دولت اسلاميه په ضد جگړه کې برياليتوب لپاره دنورو عراقي پوځيانو دچټک تربيت په ضرورت زور راوړى اؤ دگل په ورځ يې وئيلي دي چې وزيراعظم حيدرالعبادي دتربيه شوؤ، تازه، په سازوسامان دبرابرو اؤ محتاطو نورو امنيتي ځواکونو دخواهش سره اتفاق کوي.

دواړو هيوادونو دگل په ورځ جرمني کې ليدنه کړېچې پکې دداعش په ضد په تگلاره خبرې شوي دي.

تندروه ډلې داعش دعراق په بيلا بيلو سيمو قبضه کړې اؤ دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو دفضائي کارروائيو دهغوي له لوري مزاحمت روان دى.

په دغه موقع صدر اوباما وئيلي دي چې پينټاگون دتربيې دهڅو دتُندولو په منصوبو کار کوي اؤ په دې هم چې کوم کسان تربيه شوي هغوي په موثره توگه کار وکړي، خو امريکائي صدر وويل ضرورت ددې خبرې دى چې دسُني قبيلو څخه بهرتۍ ترجيح وي.

هغه يوځل بيا په دې خبره ټينگار وکړو چې دبهرنو جنگيالو دتگ مخه به نيول وي اؤ وې وئيل چې اوس هم په زرگونو تندلاري شام اؤ عراق ته ځي.

اوباما وويل هر څه خو دمخنيوي جوگه نۀ دي خو په غوره مرستې، غوره رابطو، غوره خفيه معلوماتو اؤ دترکي اؤ شام په پوله چې څه روان دهغې په زياتې موثرې څارنې سره دډير څه مخنيوى کيدى شي.

امريکائي صدر وويل دغه يوه داسې سيمه ده چرته چې هغوي دترکي چارواکو سره دژورې مرستې لټه کوي اؤ هغوي(ترکي) هم په دې پوهيږي چې دا يوه ستونزه ده خو صلاحيت يې هاغه شان نۀ دى سيوا کړى دکوم چې ورته اړتيا ده.

وزيراعظم عبادي هم دې خبرې سره اتفاق کړى چې جگړه کې دنورو جنگيالو دشامليدو مخنيوى پکار دى.

هغه وئيلي دي چې شام اؤ عراق ته دبهرنو جنگيالو دورگډيدو له امله نورې وژنې اؤ تباهي رامينځته کيږي.

عراقي وزيراعظم په ائتلاف هم غږ کړى چې دولت اسلاميه دې دتيلو دسمگل کولو څخه منعې کړي،ددغو تيلو په خرڅولو سره هغوي پيسې پيدا کوي.