کُردجنگيالو د داعش وسله وال د کوباني نه بهر کړې

د زيارت د ورځې نه د داعش د وسله والو سيمې ته د ننوتو وروستو په علاقه کې ۱۷۴ عام خلک وژل شوي دي .

کُرد جنگيالو تُندلارې ډله داعش د شام سرحدي علاقې کوباني نه بهر کړې ده ، له دې نه دوه ورځې وړاندې جهاديانو د سيمې يو شمېر لرې پرتې علاقې قبضه کړې وې . دغه خبره دشام په حالاتو نظر لرونکې گروپ او کارکنانو کړې ده .

سرکاري خبري ادارې صنعا نيوز هم وئيلي کوباني د داعش د تُندلارو څخه پاکه کړی شوې او د کوم پاتې شوي وسله والو د لټون دپاره عمليات روان دي .

د سيرين ابزروېټري ترمخه د زيارت د ورځې نه د داعش د وسله والو سيمې ته د ننوتو وروستو په علاقه کې ۱۷۴ عام خلک وژل شوي دي .

د سيمې يو ځايي خبريال رودي محمدامين وئيلي چې د کوباني ټوله علاقه د کرد جنگيالو په ولقه کې ده .

وسله وال کُردان چې امريکې په مشرۍ د اتحاد د فضائي حملو ملاتړ ورته حاصل دی ، د روان کال په سر کې د تُرکي د پولې سره نزدې د کوباني علاقه د پوره جگړې وروستو بيا نيول شوې وه ، او د هغې وروستو د داعش د ولقې لاندې په پوله پرتو علاقو د بيرته اخيستو دپاره هڅې کوي .