دپاکستان پولې ته نزدې هند کې په پوليس تهاڼه خونړی بريد شوی

راپورونه وايي په وژل شوؤ کسانو کې دوه عام ملکي وګړي هم شامل دي .

د پاکستان پولې ته نزدې د هندوستان په شمالي برخه پنجاب رياست کې نامعلومو وسله والو په يوه پوليس تهاڼه بريد کړی چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا د پاکستان پولې ته نزدې د پنجاب رياست په ګوردارسپور ضلع کې نن د ګل په سحر وسله په لاس کسانو اول په بس اډه بريد کړی او بيا په پوليس تهاڼه ورختلي دي .

راپورونه وايي په وژل شوؤ کسانو کې دوه عام ملکي وګړي هم شامل دي .

چارواکي وايي حمله کوؤنکي په تهاڼه ورننوتي او د امنيتي ځواکونو سره يې تر ډېره وخته نښته روانه ده .

د هند د مطبوعاتو ترمخه پوليسو په دغه ځايې کې د رېل د پټړۍ نه پينځه بمونه هم ترلاسه کړي دي .

د هند داخله وزير راج نات سنګهـ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، د پېښې په ځايي او پاکستان سره په پوله يې د امنيتي ځواکونو زياتولو هدايات جاري کړي دي .

د بريد کوؤنکو په اړه تراوسه کره خبر مخې ته نه دی راغلی ، خو ځينې راپورونه وايي چې بريد کوؤنکي په مبينه توګه د هند د اثر لاندې کشمير نه پنجاب ته وراوړېدلي دي .

د هند په پنجاب رياست کې د ۱۹۸۰م په لسيزه کې هم د سکهـانو تُندلارو لخوا د تشدد پېښې رامنځته شوې وې .