سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې د تندروه وسله والو یو حکومت پلوه تنظیم توحیدالاسلام ددغه سیمې ددریوؤ کسانو څخه سرونه غوڅ کړي دي.
توحیدالاسلام په سیمه کې د وسله والو هاغه فعاله تندروه ډله ده چې د منګل باغ په مشرۍ د یوې بلې تندروه ډلې لښکراسلام سره سخت مخالفت لري .
د توحیدالاسلام سرچینو وئیلي د کومو کسانو څخه چې سرونه وهل شوي دي په هغوئ تور لګول شوی ؤ چې د هاغه جومات مخې ته یې د بم ایښودلو هڅه کوله کوم ته چې د توحیدالاسلا مشران نمونځ کولو له ځي.
سرچینې دا هم وایي چې دغه کسان چې تعلق یې د ذکاخیل بازار د خاص روګي کلي سره ؤ د روژې د میاشتې څخه د مخه د توحیدالاسلام وسله والو نیولي اؤ په یو شخصي زندان کې یې ساتلي وؤ.
د سرچینو له مخي تندلارو په شخصي زندان کې د نیول شوؤ کسانو څخه پخپله پلټنې کړي اؤ د جرم ثابتیدو څخه وروستو یې تیره ورځ د هغوئ سرونه قلم کړي دي.
د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د مامورخان، محمدنجیب اؤ حامد په نومونو شوې ده.
خو په سمدستي ډول دا نه ده معلومه شوې چې دغو وژل شوؤ کسانو هم د کومې تندروه ډلې سره تعلق لرلو که نه