اوباما:دقبائیلي سیمو اؤ افغانستان تجربې د داعش په ضد کاروؤ

باراک اوباما

د امریکا صدر باراک اوباما وئیلي د پاکستان قبائیلي سیمو اؤ افغانستان کې چې یې کومه تجربه ترلاسه کړې ده هغه د دداعش د جنګیالو په ضد جګړه کې د تګلارې په توګه کاروي.

هغه دداعش د مخنیوي اؤ سنګین تندلاریتوب په موضوع د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ دمخنیوي کانفرنس ته وینا کوله.

هغه وویل مونږ چې د کلونو راهسې د پاکستان په قبائیلي سیمو اؤ افغانستان کې تندلارو ته د ماتې ورکولو دپاره کومه لاره خپله کړې ده هغه زیاته ګټوره ثابت شوې اؤ اؤ دغه هر څه اوس د خپلې تجربې په توګه په لاس کې لرو.

امریکایي صدر وویل "دداعش جنګیالو ته د ماتې ورکولو دپاره به هم خپلو دغو تجربو څخه د تګلارې په توګه کار واخلو"

خو هغه وویل په شام کې موجودو جنګیالو ته یوازې په هاغه صورت کې ماتې ورکړی کیدی شي چې صدر بشارالاسد د خپل منصب څخه مستعفي اؤ یو نوی مشر وټاکل شي.

صدر اوباما له دې څو ورځې وړاندې د روس صدر ولادیمیرپوټین سره هم د شام په مسله خبرې کړې وې اؤ په دغه لیدنه کې دریځ اختیار کړی و چې په شام کې د بشارالاسد د ناقصه تګلارو له امله د تندلارو دغسې ډلې پیدا کیږي.

خو روسي صدر باراک اوباما ته وئیلي وؤ چې په شام کې یوازې موجوده صدر بشارالاسد داعش ته ماتې ورکولی شي