پاکستان اؤافغانستان کې دځينو عناصرو لخوا دترهه گرو مالي مرسته کيږي،راپور

راپور کې دحقاني نيټ ورک يادونه شوې اؤ وئيل شوي دي چې دغه ډله افغانستان اؤ پاکستان کې دکاروبار، سمگلنگ، قلنگ اخستو اؤ تاوان لپاره دخلکو دتښتولو په ذريعه پيسې راټولوي.

دامريکا دخزانې محکمې يو راپور کې وئيلي دي پاکستان اؤ افغانستان کې دځينو عناصرو دمجرمانه هلو ځلو اؤ شخصي عطيو له لارې په لويه پيمانه دترهه گرۍ مالي مرسته روانه ده.

دا راپور په داسې حال کې مخې ته راغلى چې تيره اوونۍ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف لخوا واشنگټن کې لوړپوړو امريکائي چارواکو سره دترهه گرۍ دمالي مرستې مخنيوي لپاره امريکا سره په مرستې خبرې اترې شوي دي.

راپور کې دحقاني نيټ ورک يادونه شوې اؤ وئيل شوي دي چې دغه ډله افغانستان اؤ پاکستان کې دکاروبار، سمگلنگ، قلنگ اخستو اؤ تاوان لپاره دخلکو دتښتولو په ذريعه پيسې راټولوي.

دراپور ترمخه القاعده دڅو لسيزو پورې دخليجي هيوادونو ترڅنگ پاکستان اؤ ترکي کې داوسيدونکو خپلو خواخوږو اؤ خيراتي ادارو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

دامريکا دخزانې محکمې راپور کې دکالعدم تنظيم لشکر طيبې يادونه هم شوې اؤ وئيل شوي دي چې دغه ډله دجماعت الدعوة اؤ فلاح انسانيت فاؤنډيشن پشان دخيراتي ادارو استعمالولو سره دپاکستان دننه مالي مرستې ترلاسه کوي.

دلشکرطيبې په اړه وئيل شوي دي چې دا جنوبي ايشياء کې نۀ يواځې دلويديزو مفاداتو خلاف حملې کوي بلکې پاکستاني اؤ لويديزو تندلارو ته تربيت هم ورکوي، څوک چې دلشکرطيبې دقيادت دلارښوونو پرته لويديزو هيوادونو کې دحملو منصوبه بندي کولى شي.

دخزانې دمحکمې په قول دنورو ترهه گريزو تنظيمونو پشان لشکرطيبه هم دشخصي عطياتو اؤ کاروباري هلو ځلو له لارې پيسې راټولوي، کال يو دوه ځله، دروژې په موقع دصدقې اؤ زکات اؤ لويې اختر په موقع دڅاروؤ دڅرمنو خرڅولو سره دغه ډلې ته تر ټولو زياتې پيسې ترلاسه کيږي چې ماليت دلکونو ډالرو وي.

راپور کې افغانستان کې دنشه اي موادو دتيارۍ اؤ خرڅولو له لارې دترلاسه کيدونکو پيسو حواله هم ورکړل شوې ده، دمخدره موادو يو نړيوال سمگلر حاجي باغچه گل ته ٢٠١٢م کې امريکا ته دهيروئنو سمگل کولو اؤ ددې څخه دترلاسه کيدونکو پيسو طالبانو ته دورکولو په تور کې دعمري بند سزا اورول شوې وه.

دغه افغان وگړي به دپاکستان دپولې ترڅنگ خفيه ليبارټرو کې هيروئن تيارول اؤ دنړۍ يو لويې دهيروئنو سمگل کولو تنظيم يې چلولو کوم چې به دامريکا په گډون ٢٠ؤ څخه زياتو هيوادونو ته هيروئن سمگل کول، ددې څخه ترلاسه کيدونکې پيسې به افغانستان کې دطالبانو دلوړپوړو مشرانو مرستې لپاره کارول کيدې.

دپاکستان پخواني داخله وزير رحمان ملک وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې دترهه گرۍ کارروايۍ دمالي مرستو څخه پرته نۀ شي ترسره کيدى اؤ دغه ستونزه يواځې پاکستان ته نۀ ده پيښه.

پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي قومي تگلاره کې دترهه گرو دمالي مرستو دمخنيوي په اړه نکتې شاملې دي خو پاکستاني چارواکي مني چې په دغه اړه ديادونې وړ پرمختگ نۀ دى شوى ځکه چې په لويه پيمانه دپيسو دمنتقل څارنه يو گران کار دى.

په ډاگه دې وي چې اوس اوس دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي وؤ چې دمخدره موادو سمگلنگ کې دککړو عناصرو اؤ ترهه گرو ترمينځ تړون به ماتولى شي، پاکستاني چارواکي دا هم مني چې دمخدره موادو پيداوار اؤ خرڅولو کې ککړ عناصر دهيواد دقومي سلامتۍ لپاره ستره خطره ده.

دپاکستان دعسکري کمانډرانو اؤ حکومتي چارواکو له لوري څو کرته دا بيانونه مخې ته راغلي چې نيغ په نيغه ترهه گرۍ دککړو عناصرو ترڅنگ دهغوي دخواخوږو اؤ ملاتړ کوونکو تعاقب به هم کولى شي.

تيرکال افغانستان هم دترهه گرو دمالي مرستو دمخنيوي په اړه يو قانون منظور کړى ؤ.