د افغانستان په خيتزه سيمه کونړ کې د طالبانو لخوا د پوليو د درې تښتول شوؤ کارکوؤنکو مړي ترلاسه شوي دي .
د کونړ د ګورنر وياند محمدنعيم مصمم وايس اف امريکا ته وئيلي چې په تښتول شوؤ کې يو سُپروائزر او دوه رضاکار شامل ؤ ، او نن د اتوار په ورځ يې مړي مېلاؤ شوي دي .
نوموړي وئيلي د پوليو کارمندان يوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو تښتولي او نن سحر يې په ډزو وژلي مړي ترلاسه شوي دي .
د سيمې د صحت د محکمې مشر ډاکټراحسان الله فضلي د پېښې پخلی کړی او وئيلي يې دي دغه درې واړه کسان نزدې ۱۲ ورځې وړاندې تښتول شوي وو .
نوموړي وئيلي د پوليو کارمندانو د څاڅکو ورکولو له امله وژل شوي او زياته کړې يې ده دغه وژنې به سيمه کې د پوليو ضد پروسه اغېزمنه کړي .
راپورونه وايي په روان کال کې دا په افغانستان کې د پوليو کارمندانو سره اړونده لمړۍ پېښه ده .
تراوسه پورې د دغه پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې په هغو ملکونو کې شمار دي چرته چې اوس هم د پوليو وائرس شتون لري .