بلخ: ځانمرګي بريد کې د افغان ملي اردو درې عسکر وژل شوي

ځينې راپورونه وايي د مړو شمېره زياته ده ، او طالبانو د دغه بريد زمه  واري منلې ده .

د افغانستان بلخ صوبه کې نن د ګل په سحر د افغان ملي اردو په يو ګاډي (مني بس) ځانمرګی بريد شوی چې په نتيجه کې يې درې عسکر وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي .

د بلخ د پوليسو مشر عبدالررزاق قادري وايس اف امريکا ته وئيلي ځانمرګي بريد کوؤنکي نن سحر خواؤشا اووه بجې د صوبې په دهدادۍ ضلعې په نواباد سيمه کې د پوليس د ګاډي مخې ته ځان ته چاؤدنه ورکړې ده ، چې په په نتيجه کې يې د ملي اردو ۱۸ عسکر ژوبل شوي دي .

پژواک خبري ادارې د پوليس مشر له قوله ليکلي چې ځانمرګي بريد کې درې عسکر وژل شوي دي .

د بلخ روغتون مشر نورمحمدفېضې وايس اف امريکا ته وئيلي چې د پېښې له ځايه روغتون ته درې مړي او ۲۰ژوبل راوړل شوي دي .

ځينې راپورونه وايي د مړو شمېره زياته ده .

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې ده او وئيلي يي دي دا بريد د محمود په نوم يو تن چې د مېدان وردګو سره تعلق لري هغه کړی دی .