افغانستان وایي تر مولا فضل الله لاس رسی نه لري

افغان سفیر پیښور کې مطبوعاتو سره خبرې کولې

پاکستان کې دافغانستان سفير عمرزاخيوال وئيلي دي دپاکستان په ضد به دافغان خاورې دکارول کيدو اجازه نۀ ورکول کيږي.

افغان سفير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تيره ورځ دکابل ديوې مختصر دورې په مهال افغان صدر اشرف غني ته دافغان امن عمل دملاتړ باور ورکړى ؤ.

دپيښور په افغان قونصليټ کې افغان کډوالو ته وينا اؤ ميډيا سره خبرو کې عمرزاخيلوال وويل چې دکالعدم تحريک طالبان پاکستان مشر مُلا فضل الله دافغانستان په داسې سيمو کې پټ دى چرته چې افغان حکومت لاسرسى نۀ لري.

دپاکستان پوځ اؤ حکومتي چارواکو په تيرو وختونو کې دعوه کړې چې دپاکستاني طالبانو مشر دافغانستان په کونړ يا نورستان ولايت کې دخپلو نورو جنګيالو ترڅنګ پټ دى اؤ افغان حکومت څخه يې دهغه په ضد دګامونو اخستو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت هم پاکستان څخه دپولې پورې غاړې دپاکستان په سرحدي سيمو کې دافغانستان دمخالفو هاغو دځالو دړنګولو غوښتنه کوي کوم چې په افغان اؤ امريکائي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستان بيا دريځ لري چې دافغانستان دپولې سره نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې ټولې ترهه ګريزې ډلې پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کوي.

افغان سفير عمرزاخيوال وويل چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ کومه شخړه نشته بلکې دبداعتمادۍ فضاء ده دکومې خاتمې سره چې امن ټينګيدى شي.

هغه وويل چې هرکله چې ددواړو هيوادونو ترمينځ خبرې اترې پيل کيږي نو ورسره دواړو هيوادونو کې تشدد هم پيل کيږي.

دهغه وينا وه دواړو هيوادونو کې داسې عناصر موجود دي چې امن نۀ غواړي.

پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو په اړه افغان سفير وويل چې داندراج په معامله افغان کډوالو سره دپوليسو رويه مناسبه نۀ ده.