دنښتو وروستو ټرمپ دشکاګو لاريون منسوخ کړى

دډونلډ ټرمپ دوينا څخه دمخه دهغه دجلسه ګاه ايلانوئي يونيورسټۍ څخه بهر ګڼ شمير مظاهرين راټول شوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالى هاغه مهال وليدل شو کله چې دغو مظاهرينو دټرمپ په ضد اؤ حق کې نعرې ووهلې.

امريکا کې دريپبلکن ګوند دصدارتي کانديد جوړيدو زغل کې شامل ډونلډ ټرمپ شکاګو کې خپل لاريون دسخت احتجاج له امله منسوخ کړى دى.

دډونلډ ټرمپ دوينا څخه دمخه دهغه دجلسه ګاه ايلانوئي يونيورسټۍ څخه بهر ګڼ شمير مظاهرين راټول شوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالى هاغه مهال وليدل شو کله چې دغو مظاهرينو دټرمپ په ضد اؤ حق کې نعرې ووهلې.

ټرمپ يو بيان کې اعلان کړى چې دغه لاريون ځنډول شوى، ټرمپ دغه لاريون پوليسو سره دليدنې څخه وروستو دهغه دتحفظ په تناظر کې منسوخ کړى.

خو دشکاګو دپوليسو دمحکمې وياند وائي چې هغوي ټرمپ ته دلاريون دمنسوخولو مشوره نۀ ده ورکړې.

ټرمپ په ټولو خلکو غږ کړى چې په امن کې دې لاړ شي اؤ وئيلي يې دي نۀ غواړي چې چاته زيان ورسي.

دټي وي فوټيج کې دمظاهرينو ترمينځ وړې نښتې شوي خو پوليسو وروستو دغه مظاهرين خوارۀ کړي دي.

پوليس وائي چې څوک يې نيولي نۀ دي اؤ نۀ هم کومه مرګ ژوبله رامينځته شوې ده.

دټرمپ ځينې پلويان وائي چې مظاهرين دشکاګو دلاريون دختمولو اؤ اړي ګړي پيدا کولو لپاره راغلي وؤ.

دښاغلي ټرمپ پلويانو دهغه په حق کې نعرې وهلي اؤ دمظاهرينو څخه ځينو دډيموکريټ کانديد برني سينډرز په حق کې غږ پورته کړى.