د ایکواډور په زلزله کې د مړو شمیره ٢٣٣ ته رسیدلې ده

د امريکې جيولوجيکل سروی ترمخه ايکواډور کې د راغلی زلزلې زور په ريکټر سکېل باندې ۸.۷ ريکارډ شوی دی .

د جنوبي امريکې په ايکواډور هیواد کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمیره ٢٣٣ ته رسیدلې ده.

د امريکې جيولوجيکل سروی ترمخه ايکواډور کې د راغلی زلزلې زور په ريکټر سکېل باندې ۸.۷ ريکارډ شوی دی .

د زلزلې جړقونه د ۱۷۰ کلوميټره لرې کيوټو پورې محسوس کړی شوي او په يو شمېر علاقو کې يې د بجلۍ او سړکونو نظام تباه کړی دی .

د زلزلې په نتيجه کې يو شمېر وداني او پُلونه هم تباه شوي او هلته امدادي هلې ځلې پېل کړی شوي دي . پوليس او پوځ په امدادي کارونو کې برخه اخلي .

مېنټا کې د کنټرول ټاور اغېزمن کېدو له امله هوائي اډه هم بنده کړی شوې ده .

راپورونه وايي په اغېزمنو سيمو کې بيړني حالت په ځاې شوي او صدر ګلېس نيشنل ګارډ ته د خلکو سمبالولو هدايات ورکړی شوي دي .

په سيمه کې د سونامي خبر ورکړی شوی دی ولي په سمدستې ډول د چپو راولاړېدو خبر نه دی رپورټ شوی .

صدر رافېل کورئيا د زلزلې په وخت په ملک کې موجود نه ؤ . هغه د جمعې په ورځ په ويټيکن کې په يوه غونډه کې د ګډون وروستو په روم کې ؤ . هغه وئيلي د اتوار په ورځ د ماسپخين نه پس به ايکواډور ته ورسي .