بغداد :ځانمرګي بريد کې ٢١ کسان وژل شوي

پوليس وايي موټري ځانمرګي بريد کې هاغه شيعه زيارت کوونکي په نخښه کړل شوي کوم چې دبغداد مقدس زيارت کاظميه ته روان وو.

پوليس او دروغتون چارواکي وايي دخالي په ورځ دعراق پلازمينې بغداد په سويل ختيځه سيمه کې ديو ځانمرګي بريد له امله لږ ترلږه ٢١ کسان وژل شوي او ٤٢ نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو وينا ده موټري ځانمرګي بريد کې هاغه شيعه زيارت کوونکي په نخښه کړل شوي کوم چې دبغداد مقدس زيارت کاظميه ته روان وو.

دبريد پړه په سمدستي توګه چا په غاړه نه ده اخستې، خو تندروه ډلې داعش تيرو وختونو کې دهاغو بريدونو پړه په غاړه اخستې چې پکې دبغداد سره نزدې شيعه زيارت کوونکي په نخښه کړل شوي.

هيله کيږي راتلونکو څو ورځو کې به په زرګونو شيعه زيارت کوونکي پيدل داتمې پيړۍ دامام موسي کاظم زيارت ته دهغه دمړينې دمراسمو په مناسبت سره پيدل سفر وکړي.