مالي کې د ملګروملتونو د امن پوځ پينځه عسکر وژل شوي

دغه ډول پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او د مالي پينځه عسکر پکې وژل شوي او څلور ژوبل شوي وو

ملګرو ملتونو ويلي د اتوار په ورځ افريقايي هېواد مالي کې ترسره شوي يو بريد کې د امن پوځ پينځه عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی .

دا بريد د مالي په منځنۍ سيمه کې د سېوار د لويديځ نه په ۳۰ کلوميټره لرې رامنځته شوی دی او د ټوګو سره تعلق لرونکي عسکر پکې په نخښه شوي دي څوک چې د ملګرو ملتونو د مالي د ثبات په مهم کې شامل وو .

د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې .

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر بان کي مون د بريد غندنه کړې او وئيلي يي دي ترهګري د دغه ملک داخلي امنيت ته غټ ګواښ دی .

يو بيان کې عمومي سېکتر د وژل شوؤ عسکر د کورنو سره خواخوږي څرګنده کړې ده .

دغه ډول پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او د مالي پينځه عسکر پکې وژل شوي او څلور ژوبل شوي وو . په شمال کې د دوې ګاډی په يو ماين ختلی او بيا پرې ډزې شوې وې .

د اتوار د بريد نه پس په مالي کې د ملګرو ملتونو د امن پوځ د وژل شوؤ عسکر شمېره ۶۴ ته ورسېده او دا په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ځواکونو دپاره خطرناک ځاې وګرځېدو .