د افغانستان د نورستان صوبې چارواکي وایي په سلګونو وسله والو د کامدېش ولسوالۍ سقوط کول غوښته خو د افغان ځواکونو هیلی کاپټرو وسله وال په نخښه کړي او د اته بهرنیانو په ګډون يې پکې تر ۷۰ طالبان وژلي دي .
د نورستان پوليس مشر اکرام الدین سریع امریکا غږ ته ويلي چې دغه بمباري تېر مازیګر ناوخته شوې او په وژل شوؤ وسله والو کې د کامدېش لپاره د طالبانو ولسوال هم شامل دی .
نوموړي ويلي په دغو هوایي بریدونو کې له ۳۰ نه سېوا وسله وال ژوبل شوي هم دي .
پوليس مشر زياته کړې چې اوس مهال د نورستان په کامدېش برګمټال او وانت وایګل ضلعو (ولسواليو) کې حکومتي عسکر له وسله والو طالبانو سره په جګړه دي او له ډېرو سیمو یې طالبان په شا تمبولي دي .
د پوليس مشر په خبره دغو سيمو ته يې د عملياتو دپاره امنيتي سرتيري لېږلي او د بمبارۍ نه پاتې وسله وال د هلته نه په تېښته دي .
د نورستان والي حافظ عبد القیوم ویلي چې په وژل شوؤ وسله والو کې يې اووه کیمره مینان دي چې د جګړې سیمه یې عکاسي کوله او ډېر شک داکيږي چې دغه کسان ممکن بهرنیان وي .
چارواکو ویلي چې د حکومت د مخالفو وسله والو زياتره مړي په بمبار شوؤ سیمو کې پراته دي .
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ قومي مشر حاجي صبور امریکا غږ ته ویلي چې په وسله والو سخته بمباري شوې او ګڼه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده .
هغه ويلي ، چې اوس هم په کامدېش او برګمټال کې سخته جګړه روانه ده
د نورستان دغه دوه ضلعې د ډېورنډ کرښې د پاکستان د چترال سيمې سره په کرښه پرتې دي او حکومت وایي ډېر وسله وال د کرښې له هغې غاړې څخه له حکومت سره جګړې ته راځي .
خو د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کامدیش په ولسوالۍ د افغان پوځ په هوایي بریدونو کې ۷۳ وسله وال وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي .
طالبانو په خپله د افغان حکومتي چارواکو د ادعاؤ په اړه څه نه دي وئيلي .