د سعودي عرب په جده ښار کې د ګل په ورځ د امريکايي قونصلګرۍ سره نزدې ترسره شوي ځانمرګي بريد وروستو سعودي داخله وزارت ويلي ، چې د ځانمرګي بريد کوؤنکي تعلق د پاکستان سره ؤ او د هغه پېژندګلو د عبدالله ګلزار خان په نوم شوې ده .
د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې د سعودي عرب داخله وزارت په يو پېغام کې ويلي دي چې عبدالله ګلزار د ۱۲ کالو راهسې په سعودي عرب کې مېشت وو .
د سعودي عرب داخله وزارت دا هم ويلي دي چې ګلزار خان د خپلې مېرمن او کورنۍ سره يې په سعودي عرب کې مېشت ؤ او د ډرائيورۍ دنده به يې ترسره کوله .
د پاکستان لخوا تراوسه پورې په دغې اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی .
ولې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په سعودي عرب کې د ترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو غندنه کړې ده .
جده کې د امريکې قونصلګرۍ سره نزدې ځانمرګي بريد کې دوه امنيتي سرتيري ژوبل شوي وو . او سعودي عرب کې د امريکې سفارتخانې ويلي په دغه بريد کې د قونصلګرۍ ټول کارمندان روغ پاتې شوي .
د ګل په ورځ د سعودي عرب مدينه ښار کې د مسلمانانو مقدس جومات مسجد نبوي (ص) نه بهر ځانمرګی بريد شوی ، څلور عسکر پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو . او له دې وړاندې په قطيف په ښار کې د شيعه مسلمانانو د يو جومات نه بهر دوه چاؤدنې وشې ولې په هغې کې کومه مرګ ژوبله نه وه اوختې .