سعودي چاودنې : دپاکستانيانو په ګډون ١٩ کسان نيول شوي

دامريکايي خبري ادارې اى پي ترمخه دسعودي عرب دکورنو چارودوزارت يو بيان کې ويل شوي نيول شوو کسانو کې ١٢ پاکستانيان هم شامل دي.

دسعودي عرب دکورنو چارو وزارت وايي دګل په ورځ دسعودي عرب دريوو بيلا بيلو ښارونو کې دترسره شوو بمي چاودنو دپلټنو په مهال ١٩ شکمن کسان نيول شوي دي.

دامريکايي خبري ادارې اى پي ترمخه دسعودي عرب دکورنو چارودوزارت يو بيان کې ويل شوي نيول شوو کسانو کې ١٢ پاکستانيان هم شامل دي.

دنيول شوو پاکستانيانو په اړه نور تفصيلات نه دي ورکړل شوي.

دبيان ترمخه مدينه ښار کې دمسجد نبوي سره نزدې شوې چاودنه ٢٦ کلن دسعودي وګړي کړېوه چې پيژندګلو يې دنائرالنجيدي په نوم رسه شوې ده.

دتيرګل په ورځ دسعودي عرب دريوو ښارونو کې ځانمرګي بريدونه شوي ، لمړۍ چاودنه جده کې دامريکايي قونصل خانې څخه بهر،دوهمه شيعه اکثريتي سيمې قطيف او دريمه مدينه کې دمسجدنبوي سره نزدې شوې وه.

قطيف کې دشيعه مسلمانانو دجومات څخه دبهر شوې چاودنه کې دککړو ځانمرګي بريدکوونکو پيژندګلو دعبدالرحمان صالح محمد، ابراهيم صالح محمد او عبدالکريم الحسني په نومونو سره شوې ده.

دسعودي چارواکو وينا ده جده کې دامريکايي قونصل خانې څخه بهر دځانمرګي بريدکوونکي عبدالله ګلزار تعلق دپاکستان سره ؤ،دغه بريد کې يو پوليس عسکر معمولي ژوبل شوى او دقونصل خانې دعملې کسان محفوظ پاتې شوي وؤ.

دسعودي عرب دکورنو چارو وزارت ويليوو عبدالله ګلزار خان دخپلې کورنۍ او موروپلار سره سعودي کې اوسيدو او د١٢و کلونو راهسې دډرائيور په توګه کار کولو.

پاکستاني چارواکو ويلي سعودي عرب کې دشوو چاودنو پلټنو کې به سعودي حکومت سره هررقم ممکنه مرسته کولى شي.