په هېواد کې د پوليس وژنې کمې شوي، افغان حکومت

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو د افغانستان په پوليسو کې د کم عمر کسانو بهرتي کولوباندې پوښتنې راولاړې کړې وې .

د افغانستان د کورنو چارو وزارت ويلي د تېر کال په پرتله د افغان پوليسو وژنې ۴۰ فيصده کمې شوي دي .

د کورنو چارود وزارت مرستيال جنرال محمدسليم احساس د وي ای اوی افغان سروس ته ويلي د پوليس اصلاحاتو د د افغان نارينه او ښځينه پوليسو په ژغورلوکې مهم رول ادا کړی دی .

هغه ويلي "د سيمه ييزو پوليسو په اصلاحاتو کې د هغوې روزنه او هغوې ته د ژوند ژغورونکي وسايل مهم ګرځول، دې کار د پوليس وژنې ۴۰ فيصده کمې کړي دي " .

د کال ۲۰۱۵م د پېنټاګون رپورټ ويلي ؤ چې د کال ۲۰۱۴م په پرتله د جنورۍ نه تر نومبر پورې د افغان ملي دفاع او امنيتي ځواکونو وژنې ۲۷ فيصده سېوا شوي دي .

ولي د افغان سيمه ييزو پوليس مشر جنرال علي شاه احمدزي وي او ای ته ويلي چې د تېر مارچ او جون ترمنځ ۶۶ پوليس وژل شوي او په هم دغه موده کې تېر کال دا شمېره ۷۸ وه .

احمدزي ويلي د روزنې او تجهيزاتو ترڅنګ د ۱۳ نه تر ۱۷ او د ۵۵ کالو د عمر نه زياتو عسکرو لرې کولو هم پوليس ته په اوړېدونکو تلفاتو کمولو کې مهم رول لوبولی دی .

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو د افغانستان په پوليسو کې د کم عمر کسانو بهرتي کولوباندې پوښتنې راولاړې کړې وې .

د افغانستان د کورنو چارو وياند صديق صديقي وي او ای افغانستان ته د وزارت لخوا په وژنو کې د کمي د راپور پخلی کړی ولې زياته کړ يې ده چې پوليس نورې روزنې او تجهيزاتو ته اړتيا لري .