کويټه : وسله والو دهزاره ورورولۍ دوه تنه وژلي

د ځايي خلکو په وېنا دغه پېښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې د کويلې په درنګ کې کارکوونکي دوه تنه د ګل په ورځ په يوه رکشته کې د مچ سيمې نه کور ته په روانو هلکانو د سرکاري کالج سره نزدې ډزې وشوې،د دغه کسانو پېژندګلو د غلام نبي او محمدنبي په نومونو سره شوې ده

د پاکستان د بلوچستان صوبې سرښار کويټې په سرياب سړک نامعلومه کسانو د هزاره ټولنې دوه غړي وژلي دي .

د ځايي خلکو په وېنا دغه پېښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې د کويلې په درنګ کې کارکوونکي دوه تنه د ګل په ورځ په يوه رکشته کې د مچ سيمې نه کور ته په روانو هلکانو د سرکاري کالج سره نزدې ډزې وشوې،د دغه کسانو پېژندګلو د غلام نبي او محمدنبي په نومونو سره شوې ده .

د راپورونو ترمخه دواړه وژل شوي کسان په هم هغه رکشه کې روغتون ته وړل شوي په کومه کې چې په دوي ډزې وشوې .

بل اړخ ته د صوبې اعلی وزير ثناءالله زهري له خوا پوليسو ته امر شوی چې مجرمان دې زر تر زره ونيول شي .

په کويټه کې د دې وړاندې هم د عام ولس سره سره په ځواکونو بريدونه شوي چي پکې يو شمېر خلکو ژوند د لاسه ورکړی دی .