عراق کې د داعش ۳۶ غړي تیزندي کړی شوي

د انصاف د وزات یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د تيزندیانو پخلی کړی دی .

عراقي چارواکو ویلي د داعش هغه ۳۶ غړي يې تيزندي کړي کوم چې په کال ۲۰۱۴م کې د سلګونو په شمېره کې د عسکرو په وژنه کې ککړ وو .

ګورنر یحيی النصیري ویلي دغه کسان د اتوار یا یکشنبې په ورځ د جنوبي عراق په نصریه زندان کې په دار ځړول شوي دي . د انصاف د وزات یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د تيزندیانو پخلی کړی دی .

داعش د کال ۲۰۱۴م په پسرلي کې جنوبي ښار تکریت کې د سپیچر پوځي مرکز کې خواوشا ۱۷۰۰ عسکر نیولي وو . داعش وروستو په انټرنېټ د دغو کسانو عسکونه ښکاره کړي چې په قطار کې يې ودرولي او په ډزو يې وژلي وو .

دغه کسان چې نن د یکشنبې په ورځ تیزندي کړی شو عراقي ځواکونو په کال ۲۰۱۵م د تکریت بیرته په ولقه کې اخستو په وخت نیولي وو او د روان کال په اول سر کې ورته عراقي عدالت د مرګ سزا اورولې وه .