د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار ویلي د قبايلي سیمې خېبر ایجنسۍ په راجګل علاقه کې د وسله والو په ضد روانو پوځي عملیاتو کې ۴۰ ترهګر وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي .
د ايي اېس پي ار لخوا نن د ګل یا دوشنبې په ورځ جاري کړی شوي بیان کې ویل شوي چې تېره اونۍ د خېبرایجنسۍ د لرې پرتې علاقې تيراه په راجګل په علاقه کې د خېبر تهري په نوم دغه عملیات پېل کړی شوي وو .
د تيراه د راجګل سیمه د افغانستان سره پولې ته نزدې پرته سیمه ده .
ايي اېس پي ار ویلي راجګل کې په فضايي او ځمکنو ترسره شوؤ عملیاتو کې د ۴۰ وسه والو د وژنې او ۲۱ ژوبلېدو سره د جنګیالو ۴۳ ځالې تباه کړی شوي دي .
د پوځي بیان ترمخه امنیتي ځواکونو ځينې علاقه په ولقه کې اخستي او اوس د راجګل د غرونو لوړ سرونه سمبالوي .
سیمې کې د ترسره شوؤ عملیاتو په اړه د ازادو سرچینو لخوا پخلی نه کيږي او د عملیاتو په اړه یواځیني خبرونه ايي اېس پي ار ورکوي .
خېبرایجنسۍ کې له دې وړاندې هم د خېبر ون او خېبر ټو په نوم د وسله والو په ضد عملیات ترسره شوي او چارواکي ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې مهمې کامیابۍ ترسره شوي دي .
د خېبرایجنسۍ عملیات په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب د عملیاتو نه وروستو پېل کړی شوي وو .