په فرانسيسي صحي مرکز بمبارۍ کې څلور کسان وژل شوي

دپرانسيسي تنظيم امريکا کې دجوړ دفتر ترمخه وژل شوو کې دوه نرسانې او دوه دايمبولينس ډرايوران شامل دي، او ددغه ډلې او ملګرو ملتونو دروغتيا داارې ايمبولينسونه هم په بشپړه توګه تباه شويدي.

شام کې دطبي اسانتياوؤ دورکوونکي يو بين المللي تنظيم وينا ده چې حلب کې دهغوي په مرکز هايي بريد کې دعملې څلور کسان وژل شوي دي.

فرانسيسي تنظيم انټرنيشنل يونين اف ميډيکل کير او ريليف ارګنائزيشن ويلي دي حلب کې دياغيانو تر قبضې لاندې سيمه کې جوړ دغه درې پوړيز مرکز دبريد وروستو له ځمکه راپريوتى دى، دغه هوايي بريد دنهې په شپه شوى دى.

دپرانسيسي تنظيم امريکا کې دجوړ دفتر ترمخه وژل شوو کې دوه نرسانې او دوه دايمبولينس ډرايوران شامل دي، او ددغه ډلې او ملګرو ملتونو دروغتيا داارې ايمبولينسونه هم په بشپړه توګه تباه شويدي.

برطانيه کې دقايم تنظيم سيرين آبزرويټرفارهيومن رايټس ترمخه دغه بريد کې ١٣ کسان وژل شوي چې پکې نهه تندلاري هم شامل وؤ او دهغوي تعلق القاعده سره تړلې ډلې فتح الشام فرنټ سره ؤ.

دګل په ورځ دحلب سره نزدې په يو امدادي کاروان بريد کې دسورصليب ديو غړي په ګډون ٢١ کسان وژل شوي وؤ.

دسپينې ماڼۍ وينا ده چې ددغه بريد ذمه وار روس دى.