پاکستان دې د ټولو ترهګرو په ضد ګامونه پورته کړي،مارک ټونر

امریکا د ترهګرۍ د خاتمې په لړ کې د پاکستان مرستې کوي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند ویلي چې مونږ (( فشار دوامداره ساتلی)) د دې دپاره چې پاکستان دې ((په خپله خاوره د ټولو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه پورته کړي))، د هغې (( مخنیوی دې وکړي او ناجایزه دې وګرځوي)).

مارک ټونر د جمعې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې د يوې پوښتنې په ځواب کې دغه خبره کړې ده.

ویاند د حافظ سعید، داؤد ابراهیم او مسعود اظهر په اړوند شوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل ((څرګنده ده، پاکستان ته د ترهګرو او تشدد کوؤنکو انتهاپسندو دلاسه تاوان اوړېدلی دی)).

هغه زیاته کړه د ترهګرۍ د خاتمې په لړ کې ((مونږ د پاکستان مرستې کول غواړو)).

هغه وویل د پاکستان نه د دې خبرې تقاضا کيږي چې (( د هغو ترهګرو په ضد هم ګامونه پورته کړي څوک چې په پاکستان کې د پټو ځالو لټولو په هڅه کې دي))، او چاته چې دغه رنګ ځایونه په لاس ورځي.