په کراچۍ کې د پاکستان د هوايي ځواک معراج نومې الوتکه غورځېدلې او د الوتکې تباه کېدو سره پائلټ هم په دغه پېښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا دغه پېښه نن د نهې/ سه شنبې په ورځ رامنځته شوې او الوتکه د ښار نه بهر لویدیځې سیمې مشرف کالونۍ سره نزدې غورځېدلې ده.
د هوايي ځواک د بیان ترمخه معراج الوتکه د مسرور ائربېس نه الوتې وه.
د بیان ترمخه الوتکه د معمول په تربیتي پرواز باندې وه او د پېښې ښکار شوې ده، او زیاته کړی شوې ده چې د پېښې په نتیجه کې بل چاته زیان نه د اوختی.
بیان کې ویل شوي چې د پاکستان ائیر فورس مرکز لخوا د پېښې د پلټنو امر شوی دی.
پاکستان کې له دې وړاندې وخت په وخت د پوځي تربیتي الوتکو راغورځېدو پېښې رامنځته شوي دي.
له دې وړاندې وروستۍ پېښه د ستمبر په میاشت کې رامنځته شوې او قبايلي سیمه خېبرایجنسۍ کې اېف ـ ۷ پي جي نومې الوتکه راغورځېدلې وه او پایلټ يې پکې ژوند د لاسه ورکړی ؤ.