افغانستان : بمي چاودنه کې ١١ کسان وژل شوي

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دوالي وياند احمدجاويد بيدار ويلي دي وژل شوي کسان دواده يوه دستوره کې ګډون لپاره روان وؤ چې دفارياب ديو کلي سره نزدې پرې دسړک دغاړې بمي چاودنه وشوه چې پکې ١١ کسان وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان شمالي ولايت فارياب کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې يوولس ولسي وګړي وژل شوي دي.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دوالي وياند احمدجاويد بيدار ويلي دي وژل شوي کسان دواده يوه دستوره کې ګډون لپاره روان وؤ چې دفارياب ديو کلي سره نزدې پرې دسړک دغاړې بمي چاودنه وشوه چې پکې ١١ کسان وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.

ددغه بريد ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو فارياب دطالبانو مهم مرکز ګڼلى شي او تيره څه موده کې دداعش جنګيالو هم دافغانستان بيلا بيلو سيمو کې خپلې پښې مضبوطول پيل کړي.

افغانستان کې دورانکارۍ پېښو کې ولسي وګړو ته دمرګ ژوبلې اوښتو پېښو کې اضافه کيږي،له دې وړاندې تيره ورځ دفارياب سره نزدې ولايت کندوز کې شوې سخته جګړه کې دوه امريکايي پوځيان او ديرش ولسي وګړي وژل شوي وؤ.