د سپین پوستکو نسل پرستو سره يې هیڅ اړیکې نشته، ټرمپ

ټرمپ ویلي باوري دی چې کانګرس سره به ورته معاملو حل کولو کې کومه ستونزه نه ورپېښيږي،

د امریکا نوي ټاکل شوي صدر ډونلډټرمپ ویلي په امریکا کې يې د سپین پوستکو د نسل پرست تحریک سره هیڅ اړیکی نشته.

د نهې/سه شنبې په ورځ نیویارک ټائمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ ویلي هغه د نسل پرستو تحریک ته وده ورکول نه غواړي او که چرته د هغه (ټرمپ) د ټاکنې سره دا تحریک ښه کېدو پله روان دی نو هغه به پرې ځان پوهه کوي چې داسې ولي وشو.

د څیړونکو ترمخه د ټرمپ په صدارتي ټاکنه کې سپين پوستکو مهم رول لوبولی دی، ځکه چې د مهاجرینو د راتلونکې په اړه او نورو چارو باندې د ټرمپ بیانونه او ژمنې د دغه ډلې د نظریاتو سره نزدې وې.

ټرمپ په مرکه کې ویلي د ماحولیاتي بدلون په اړوند د پېرس تاريخي تړون کې د امریکا پاتې کېدو یا تلو پرېکړه به د جاج اخستو وروستو کوي.

انتخابي کمپاين کې نوموړي ویلي ؤ په واک کې د راتلو وروستو به دغه تړون پرېږدي ځکه چې دا د امریکا د معیشیت دپاره تاواني دی.

ولې د نیویارک ټائمز په دفتر کې مدیرانو او خبریالانو سره په لیدنه کې هغه وویل د دغه تړون جاج اخلي.

ډونلډ ټرمپ به خپل انتخابي کمپاين کې نیویارک ټائمز باندې د هغه سره د تعصب کولو نیوکې کولې، او د سه شنبې په ورځ د مرکې نه لږه شيبه وړاندې ټرمپ په ټویټر پېغام کې د ورځپاڼې د خبریالانو سره لیدنه ځنډولې، ولې وروستو يې بیا خپله خبره واپس اخستې او مرکه يې کړې ده.

نوموړي په مرکه کې د خپل کاروبار په اړوند سوالونو ته د ځواب ویلو نه ډډه کړې ده خو د کاروباري ګټو او صدر په توګه د زمه وارو په اړوند پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي د هغه زیاتې کاروباري پنګې د جائيداد په شکل کې دي او د هغې خرڅول ګران دي.

ټرمپ ویلي باوري دی چې کانګرس سره به ورته معاملو حل کولو کې کومه ستونزه نه ورپېښيږي، د کوم په دواړو اېوانونو کې چې د ريپبلکن ګوند سره اکثریت دی.