ملګرو ملتونو کې د ووټ په سر د اسرائیل وزیراعظم د امریکا سفیر طلب کړی

د جمعې په ورځ شوې رايې شمارۍ کې امريکا برخه نه وه اخستې او هم د دغې غير حاضرۍ له کبله د اتوار په ورځ نيتن ياهو د امريکا سفير ډينيل شاپېرو غوښتی ؤ.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د يروشلم په لویدیځ او ختیځو غاړو کې د يهوديانو په ودانو کولو باندې د کار ودرولو د قرارداد د منظورولو وروستو د اسرائيل وزير اعظم بېنجمن نيتن ياهو له اړخه د سختو بيانونو لړۍ دوام لري.

د جمعې په ورځ شوې رايې شمارۍ کې امريکا برخه نه وه اخستې او هم د دغې غير حاضرۍ له کبله د اتوار په ورځ نيتن ياهو د امريکا سفير ډينيل شاپېرو غوښتی ؤ.

د دې ملاقات په اړه په رسمي ډول نه خو د امريکا سفير او نه بیا د نيتن ياهو د دفتر لخوا کوم بيان جاري شوی دی.

د اسرائيل خارجه چاور وزارت هغه ۱۴ هيوادونو سفيران راغوښتې وو کومو چې د ملګرو ملتونو رائې شمارۍ کې برخه اخستې وه ولې د راپورونو ترمخه زیاتره سفیرانو دغه بلنې ته ځواب نه دې کړې.

د اسرائيل وزير اعظم بېنجمن نېتن ياهو د اتوار په ورځ د خپلې کابينې اجلاس کې وئيلي وو د څو لسيزو نه د اسرائيل حکومت او امريکې انتظاميه په دې خبره صلاح وو چې د اسرائيل لخوا په لویدیځ او ختیځ يروشلم کې د ابادۍ په مسلې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د وړلو ضرورت نشته.

نېتن ياهو دکابينې اجلاس ته په خپله وينا کې ويلي د امريکا ريپبليکن او ډيموکرټ ګوندونو غړو سره يي خبرې کړي دي او هغوي ګڼي چې د ملګرو ملتونو دا پريکړه ډيره تباکن کېدې شي.

نېتن ياهو ويلي د امريکا نوې انتظاميې سره يو ځايي کار کولو ته په طمع دی.