افغان طالبانو په ۱۰ میاشتو کې نزدې ۱۹زره بریدونه کړي

دولت وزیري ویلي دا وخت په افغان ملي ځواکونو کې ۱۶۰۰ ښځينه سرتېرې هم په بېلابیلو چوکو دندې ترسره کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې په دغه هېواد کې طالب وسله والو نزدې ۱۹زره بریدونو کړي دي او په دې موده کې افغان ملي امنیتي ځواکونو د وسله والو په ضد خواوشا ۷۰۰ ځله عملیات کړي دي.

د نهې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د دفاع وزارت ویاند جنرال مېجر جنرال دولت وزیري ویلي په دغه مهال ۲۰۲۱ طالب وسله وال نیول شوي او ۳۶۵ وژل شوي دي.

د ویاند لخوا د ورکړی شوې شمېرې د ازادو سرچینو نه پخلی نه دی شوی.

په تېرو ۱۰ میاشتو کې په ترسره شوؤ عملیاتو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو د احتساب د عمل په اړوند ویاند ویلي چې د دفاع وزارت په ځواکونو کې د فساد په ضد ګامونه پورته کيږي.

دولت وزیري ویلي چې ۶۲ سرتيري په بېلابیلو تورونو کې او ۲۶ نور د فساد په تورونو کې نیول شوي دي، په دوي کې دوه د محمودخان په پُل د برید او څلور داعش ډلې سره په مبینه توګه اړیکو ساتلو په تور نیول شوي دي.

د دې ترڅنګ ۴۰ داسې ملکي وګړي نیول شوي چې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وو.

د ویاند ترمخه په ۱۰ میاشتې موده کې د امنیتي ځواکونو ۷۶۶ سرتيري او اته ملکي وګړي په بېلابیلو جرمونو کې جېل ته لېږل شوي او دوه نورو ته د مرګ سزا اورل شوې ده.

دولت وزیري ویلي دا وخت په افغان ملي ځواکونو کې ۱۶۰۰ ښځينه سرتېرې هم په بېلابیلو چوکو دندې ترسره کوي.