پېنټاګون د القاعده غړي قاري ياسين د وژنې پخلی کړی

د پاکستان مطبوعاتو د امنيتي سرچينو لخوا ويلي چې امريکايي بې پايلټه ډرون د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتيکا صوبې په برمل ضلع کې قاري ياسين سره د درېو ملګرو په هدف کړی دی.

د امريکا د دفاع محکمې پېنټاګون د خالي په ورځ پخلی کړی چې روانه اوونۍ په افغانستان کې امريکايي فضايي برید کې د القاعده يو وسله وال وژل شوی، څوک چې د دوه امريکايي سرتېرو د وژنې زمه وار او په کال ۲۰۰۹م کې د سري لنکا په کرکټ ټيم باندې بريد کې ککړ ؤ.

پينټاګون په يو بيان کې ويلي چې دغه بريد د روانې مياشتې مارچ په ۱۹م نېټه د افغانستان په پکتيکا صوبه کې شوی او د القاعده ياد ترهګر مشر قاري ياسين پکې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزير جيم مېتهس په بيان کې ويلي، "د قاري ياسين وژنه د دې ثبوت دی چې کوم ترهګر اسلام بدناموي، بې ګناه خلک په هدف کوي د انصاف نه به ونه تښتي".

د رويټرز ترمخه پېنټاګون په بيان کې ويلي، د ياد ترهګر قاري ياسين تعلق د پاکستان بلوچستان صوبې سره ؤ او تعلق يې د تحريک طالبان او د القاعده دپاره يې يو شمېر ترهګر بريدونه کړي چې پکې په ۲۰م ستمبر کال ۲۰۰۸م کې د اسلام اباد په ميریټ هوټل باندې بريد هم شامل ؤ په کوم کې چې په درځنونو کسان وژل شوي وو.

د بيان ترمخه په دغه بريد کې دوه امریکايي سرتيري هم وژل شوي وو.

پينځه ورځې وړاندې دغه خبر مخې ته راغلی او د پاکستان مطبوعاتو د امنيتي سرچينو لخوا ويلي چې امريکايي بې پايلټه ډرون د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتيکا صوبې په برمل ضلع کې قاري ياسين سره د درېو ملګرو په هدف کړی دی.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د قاري یاسين تعلق د پنجاب صوبې د لودهرا ضلعې سره او هغه د بمونو جوړولو ماهر او ترهګرو ته به يې روزنه ورکوله.

د امنيتي سرچينو ترمخه قاري ياسين په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټيم او اسلام اباد کې ميريټ هوټل باندې د برید نه علاوه لاهور او ملتان کې د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي په مرکزونو برید، پوځي مرکز جي اېچ کيو پېنډۍ او د لاهور داتا دربار په بريد کې هم ککړ ؤ.