یونس خان کرکټ څخه د لاس اخستو اعلان وکړو

هغه وویل اوس یې عمر داسې نه دی چې پینځه کاله نور هم د کرکټ لوبه وکړي

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني مشر اؤ په ټیسټ میچونو کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړونکي پښتون لوبغاړي یونس خان د ویسټ انډیز په ضد د ټیسټ سیریز کولو وروستو د نړیوال کرکټ څخه د لاس اخستو اعلان کړی.

د خالي په ورځ کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ښاغلي یونس خان وویل د ویسټ انډیز په ضد سیریز به د هغه وروستی سیریز وي اؤ هڅه به وکړي چې خپلې لوبډلې ته بریالیتوب ورپه برخه کړي.

د خیبرپښتونخوا د مردان سیمې سره تعلق لرونکی یونس په ټیسټ کرکټ کې د ترټولو زیاتو ۳۱۳ؤ منډو جوړولو ویاړ په غاړه لري اؤ د انضمام الحق د ۲۵ؤ سلیزو جوړولو ریکارډ هم ده مات کړی دی.

ښاغلي یونس خان وویل کله چې یې د جاوید میانداد د ترټولو زیاتو منډو د جوړولو ریکارډ مات کړو نو هاغه وخت یې هم د ټیسټ کرکټ څخه دلاس اخستو اراده کړې وه خو بیا د لسو زرو منډو جوړولو خبره وکړی شوه نو هغه کرکټ ته دوام ورکړو.

هغه وویل نن چې دلته د ټیسټ کرکټ څخه د لاس اخستو اعلان کوي نو مقصد یې دادی چې هسې نه د سیریز دپاره لاړ شي اؤ هلته ورته بیا د یوولسو یا دولسو زرو منډو جوړولو خیال پیدا شي نو ښه داده چې هم دلته دټیسټ کرکټ نه د لاس اخستو اعلان وکړي.

هغه وویل اوس یې عمر داسې نه دی چې پینځه کاله نور هم د کرکټ لوبه وکړي ځکه نو غوره کڼي چې نور ځان له دې لوبې لاس پسر کړي.

یونس خان په ۱۳مه فرورۍ ۲۰۰۰ء کې په کراچۍ کې د سریلنکا په ضد د یو ورځني سیریز د لمړي لوبې څخه د نړیوال کرکټ د لوبغاړي په توګه پیل کړی ؤ اؤ په دغه موقعه یې ۴۶ منډې جوړې کړې وې.

وروستو دده په مشرۍ کال ۲۰۰۹م کې پاکستان د ټي ټوینټي نړیوال جام وګټلو چې دا په۱۹۹۲کې د کرکټ د نړیوال جام ګټلو راپدیخوا دپاکستان دپاره تر ټولو ستر ویاړ ؤ.