پنجاب کې د رېنجرو په عملياتو کې پينځه وسله وال، يو عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ د فرورۍ د میاشتې په ۲۲م نېټه په ټول ملک کې د ترهګرو او تُندلارو په ضد د ردالفساد په نوم د عملياتو پېل کولو اعلان کړی ؤ.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ويلي د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان سيمه کې د رېنجرو په عملياتو کې پينځه مشکوک ترهګر او يو سرتېری وژل شوي دي.

د پوځ لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي، د ردالفساد عملياتو په ترڅ کې د پنجاب رېنجرو په استخباراتي اساس د ډېره غازي خان په چهيرا تهل علاقه کې عمليات کړي دي.

ائي اېس پي ار ويلي، " د عملياتو په وخت نښته کې سپاهي کامران وژل شوی او ډپټي سپرنټنډنټ رېنجرز هارون ژوبل شوی او پوځي روغتون ته وړل شوی دی".

د بيان ترمخه په سيمه کې لا عمليات دوام لري.

سرکاري ميډيا د پينځه ترهګرو د وژنې او دوؤ د نيولو ادعا کړې ده.

د دې ترڅنګ په ډهاميال او پېنډې کې ترسره شوؤ عملیاتو کې وسله ترلاسه شوې او په کراچۍ کې پولیسو ۱۵ مشکوک کسان نيولي دي.

د پاکستان پوځ د فرورۍ د میاشتې په ۲۲م نېټه په ټول ملک کې د ترهګرو او تُندلارو په ضد د ردالفساد په نوم د عملياتو پېل کولو اعلان کړی ؤ. ويل کېده د دغو عملياتو اهداف پنجاب صوبه کې د پټو تُندلارو په ضد عمليات کول دي.

ردالفساد عمليات په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ سره نزدې په مال روډ او په سندهـ صوبه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګو بريدونو وروستو پېل کړی شوي دي.

ولې څيړونکي وايي نه خو د دغو عملياتو اهداف واضحه دي او نه تراوسه پورې په دغو ترسره شوؤ عملياتو کې کومه غټه کاميابي ترلاسه شوې ده.

د ردالفساد عملياتو پېل کېدو وروستو لاهور او د پنجاب صوبې په بېلابيلو برخو کې زياتره پښتانه نيول شوي او پښتنو دغو عملياتو ته د ردالفساد په ځای د ردالپښتون نوم ورکړی او سخت غبرګون يې ورته ويلی وو.