د القاعده امریکايي غړی به د زندانه خوشی شي

برينټ په پاکستان او افغانستان کې د القاعده په اړه معلومات ورکړي .

امريکا کې پېدا شوی د القاعده يو اوړېدلی غړی به امریکايي چارواکو ته د مهمو معلوماتو ورکولو وروستو له زندانه خوشی کړی شي.

د نيويارک یو مرکزي قاضي برېنټ نيل وائنس د زيارت په ورځ د اته کاله او درېو میاشتو سزا اورولې ده، هغه دا موده د وړاندې نه په زندان کې تېره کړې ده.

۳۴ کلن برینټ چې تعلق يې د نيويارک سره دی، پاتې ژوند به د زندانه بهر په ازمائشي ازادۍ کې تېروي.

پراسيکيوټر عدالت ته ویلي چې هغه حکومت ته مهم معلومات ورکړي او هغه د القاعده سره اړونده مقدمو کې مرسته کوونکی يواځينی ګواه دی.

برينټ په پاکستان او افغانستان کې د القاعده په اړه معلومات ورکړي او د مشکوک ترهګرو د پېژندګلو، د هغو د ځالو په نخښه کولو او د هغويې د منصوبو شنډلو کې يې مرسته کړې ده.

برينټ په کال ۲۰۰۲م کې د لږې مودې دپاره د امریکا په پوځ کې پاتې شوی او دوه کاله وروستو يې اسلام قبول کړی، په کال ۲۰۰۷م کې په پاکستان کې هغو علاقو ته راغلی چې قانون پکې عملي نه ؤ او هلته يې د وسله والو ډلو سره تړون کړی ؤ.

د هغه وکيلانو عدالت ته ویلي چې کله هغه ته د لويديځ په هېوادونو کې په مسلمانانو د ظلم کولو وويل شو نو هغه قهر شو.

په شمالي وزيرستان کې يوې تُندروه ډلې د ځانمرګي بريدګر په توګه هم د تیارولو سوچ کړی ولې هغه وروستو په القاعده کې شامل شو.

هغه په کال ۲۰۰۸م کې پاکستاني چارواکو نيولی او امريکا ته يې سپارلی او هلته زر په دې رضا شوی چې معلومات به ورکړي.

برینټ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ضد راکټ برید کې برخه اخستې، او پراسيکيوټرعدالت ته ويلي چې د القاعده مشرانو د هغه د معلوماتو په اساس نیويارک بريد پلان کړی ولې په دې کله هم عمل نه دی شوی.

نوموړي چې امریکايي استخباراتو ته د القاعده په اړه کوم معلومات ورکړي ډېر پکې پټ ساتل شوي، ولې د هغه د ګواښ په توګه په کال ۲۰۰۹م کې په نيويارک کې سب وی باندې بريد کې د درې مشکوک ترهګرو په مجرم ګرځولو کې مرسته کړې ده.

د صفايۍ وکيل ويلي هغه خپل پاتې ژوند په داسې توګه تېروي چې د ترهګرو د هلوځلو په اړه د معلوماتو ورکولو په سر به هغه په هدف وي.

پراسيکيوټر ويلي هغه د حکومت سره مرسته کړې او خپل ژوند يې په خطره کې اچولی او قاضي ته يې خواست کړی چې هغه ته لږترلږه سزا واوروي.

پراسيکيوټر دا هم ويلي چې هغه څارنې، خيال ساتلو او پېشه ورانه روزنې ته اړتيا لري.